د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

د افغانستان پر روانو حالاتو د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

ډيپلوماټ مجله:

ډیپلومات مجلې د افغانستان او د شانګهای د همکارۍ سازمان په اړه په سرېلانکا کې د افغانستان د پخواني سفیر محمد اشرف حیدري لیکنه خپره کړې.

په دې لیکنه کې ویل شوي، په افغانستان کې بحران د شانګهای د همکارۍ سازمان ټوله سیمه ګواښي خو دې ټولنې د افغانستان د ستونزو د حل کولو لپاره ډېر لږ کار کړی دی.

لیکوال زیاتوي، په ۲۰۱۷ م کال د شانګهای د همکارۍ له سازمان سره د هند او پاکستان تر یو ځای کېدو مخکې، چین، روسیه، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان او قرغیزستان د دې سازمان غړي هېوادونه وو.

اوس دا اته هېوادیز سازمان د افغانستان په شمول څلور څارونکي غړي او د سرېلانکا په ګډون ۶ د دیالوګ شریکان لري.

د دیپلومات د لیکنې کښونکی زیاتوي، دا سازمان د اسیا د جغرافیې یوه لویه برخه، چې دوه ملیارده او ۲۰۰ میلیونه نفوس لري، په ځان کې رانغاړي.

افغانستان، چې د دې ټولنې څارونکی دی، د شانګهای د همکارۍ سازمان له ۵ غړیو هېوادونو سره پوله لري.

له ترکمنستانه پرته د افغانستان نور ټول ګاونډي د شانګهای غړي دي.

په سرېلانکا کې د افغانستان پخواني سفیر چې، اوس د جنوبي اسیا د چاپیریالي پروګرام عمومي رئیس دی، په دې لیکنه کې د شانګهای له ډېرو غړیو هېوادونو سره د افغانستان تاریخي او کلتوري اړیکو ته اشاره کړې او لیکلي يې چې، دغو هېوادونو د افغانستان د ستونزو د هوارولو لپاره ډېر څه نه‌دي کړي.

لیکوال په عین حال کې د ازبکستان په سمرقند کې اوسنۍ سرمشریزه د شانګهای د غړیو هېوادونو لپاره یو فرصت بللی چې خپلو الفاظو ته د عمل جامه ور واغوندي او د سوله‌ییز، باثباته، دیموکرات او سوکاله افغانستان د رامنځته کېدو لپاره خپل شریک ماموریت بشپړ کړي.

امريکا مجله:

د (امریکا) په نوم مجلې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې: زرګونه افغان کډوالو د نوي کور په لټه امریکا ته پناه راوړه، ګڼ نور لا هم انتظار باسي.

په دې لیکنه کې لومړی د یوې نولس کلنې افغانې کیسه را اخیستل شوې چې بي بي نومېږي او د امریکا او افغانستان د ژوند په توپیر غږيږي.

دا وايي، سره له دې چې په افغانستان کې قانوناً ښځو د موټر چلولو اجازه لرله خو ډېرو ښځو د ټولنې په خاطر نه شوای کولی چې موټر وچلوي.

بي بي وايي هلته یې کار نه شوای کولی خو دلته ازاده ده چې کار وکړي.

مجله په تېر یو کال کې امریکا ته د لېږدول شویو افغان کډوالو شمېر ۷۵ زره تنه ښيي او وايي چې د امریکا حکومت هغوی ته بشري مرستې او موقتي اقامتونه ورکړي خو اکثره غواړي چې په امریکا کې دایمي اقامت ومومي.

XS
SM
MD
LG