د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

امريکا: د الظواهري تر وژنې وروسته مو طالبانو سره هيڅ ډول تعامل نه‌دی کړی


د امريکا بيرغ
د امريکا بيرغ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې، د الظواهري له وژل کېدو وروسته د امریکا او د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو تر منځ هيڅ ډول تعامل نه‌دی شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سپټمبر په ۱۴مه په یوه خبري ناسته کې پر طالبانو ټینګار وکړ، چې باید د دوحې تړون ژمنو باندې عمل وکړي او د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي، چې طالبان باید بشري حقونه او د افغانانو ازادي مراعت کړي خو د دغه وزارت د ویاند په خبره طالبانو د دوحې تړون له مخې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره عمل نه‌دی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس په دې اړه د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر پر ۱۴ په یوه خبري ناسته کې وویل: "زما د معلوماتو له مخې، له هغه وخت راهیسې چې تاسو یې اشاره کوئ، د لوړې سطحې لیدل نه‌دي شوي ځکه څو میاشتې وړاندې کله چې ټام ویسټ د طالبانو له استازو سره ولیدل - موږ د بشري حقونو، د ټولو افغانانو د حقونو په اهمیت ټینګار کړی دی."

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيد پرايس
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيد پرايس

خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د سپتمبر په اوومه د خپل وزارت د لاسته راوړونو په کلني راپور کې وویل، دوی له امریکايي او نورو هېوادونو له چارواکو سره په دې خبرې کړي چې د افغانستان د هوايي حریم نقض بند کړي.

خو نوموړي په دې اړه ډېر جزیات ور نه‌کړل، چې له کومو چارواکو سره.

ښاغلی پرایس دا هم وايي، چې نړیواله ټولنه لا هم د دې وړتیا لري چې په طالبانو فشار راوړي چې په افغانستان کې بشري حقونه مراعات کړي.

طالبان د اړیکو پاللو او پېژندګلوۍ په لټه کې دي

نوموړی ادعا کوي چې، طالبان د اړیکو پاللو او پېژندګلوۍ په لټه کې دي خو په خبره یې امریکا او متحدینو یې دا روښانه کړې چې طالبان په رسمیت نه‌پېژني او امریکا به یوازې د خپلو او افغانانو د ګټو خوندي کولو لپاره د طالبانو سره تعامل وکړي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو، خو تر انتظار وروسته هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

وړاندې د ښاغلي مجاهد په ګډون ډېرو طالب چارواکو ټینګار کړی چې دوی به هيچاته له افغانستانه د امریکا یا نورو هېوادونو پر ضد د خاورې کارولو ته اجازه ور نه‌کړي.

همدارنګه د بشري او ښځو حقونو په اړه یې ویلي، د اسلامي شریعت او افغاني فرهنګ په رڼا کې د حقونو مراعت کولو ته ژمن دي خو دوی پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته له تېر یو کال زیاتې مودې راهیسې له شپږم ټولګیو پورته نجونې له ښوونځیو راګرځولي، ښځې یې هم په دولتي ادارو کې له کار کولو منع کړي، هغه مسایل چې نه اسلامي شریعت او نه هم افغاني فرهنګ سره سمون خوري.

امریکا وروسته له هغه پر طالبانو د ترهګرۍ ضد پر مبارزې ټینګار او نیوکه کوي، چې د تېر جولای میاشتې په ۳۱مه یې په کابل کې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري په بې پیلوټه الوتکې برید کې په نښه او د وژل کېدو اعلان یې وکړ.

XS
SM
MD
LG