د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

طالبانو بیا له نړیوالو د ښه تعامل غوښتنه وکړه


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي کندهار کې د طالب مشرانو غونډه کې د وینا پرمهال
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي کندهار کې د طالب مشرانو غونډه کې د وینا پرمهال

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له نړیوالو د ښه تعامل غوښتنه وکړه.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو د یو کال په پوره کېدو سره هم تر اوسه د دوی حکومت د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دي پېژندل شوی، خو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر یې وايي، د طالبانو رهبري پر بهرنۍ پالیسۍ بوخته ده او په خبره یې که رسمیت پېژندنه مو نه ده ترلاسه کړې، د افغانستان ښه استازیتوب مو کړی دی.

امیر خان متقي، نړۍ نه د مثبت تعامل د غوښتني تر څنګ ټینګار وکړ، چې د دوی حکومت ولسي مشروعیت تر لاسه کړی دی.

متقي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو، کندهار مېشتو او دغه شان طالب چارواکو په یوې غونډه کې وکړې.

هغه وویل: "له نړۍ سره مثبت تعامل غواړو خو له دوی څخه هم دا توقع لرو، چې افغانان پرېږدئ چې د نورو هېوادونو په څېر د خپلې خوښې ژوند ولري. همدا ولسي مشروعیت دی چې په یوولس ورځو کې مو ټول هېواد ونیوه."

په دې غونډه کې نورو طالب چارواکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د یادونې ده، چې دوی مخکې هم، نړۍ ته د ښه تعامل او د حکومت د رسمیت پېژندلو غوښتنې مطرح کړي دي.

طالب چارواکو دغه شان د حکومت د ولسي مشروعیت خبره هم تکرار کړې، خو دا په داسې حال کې ده، چې د افغاني تولنې نیمايي یا له نیمايي ډېر برخه، چې ښځې جوړوي د طالبانو له حکومت ښکاره ناراضه او په وار وار یې پر افغان نجونو او ښځو د دوی له خوا د لګېدلو محدویتونو په تړاو غږ پورته کړی دی.

طالبانو د تېر میلادي کال د اګست له ۱۵ مې را په دېخوا له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ ښوونځي تړلي، ډېری یې په دولتي ادارو کې له کارونو راګرځولي، حجاب یې پرې اجباري کړی او ورته یې ویلي دي، چې په لري واټن کې له شرعي محرم پرته سفر نه شي کولای.

خو طالبانو تل ویلي، چې د شرعیت په چوکاټ کې یې ښځو ته خپل حقونه ورکړي دي.

د چارو شنونکی نجیب ازاد په دې نظر دی، چې له افغان مېرمنو پرته طالبان هېڅ وخت هم ولسي ملاتړ نه شي ترلاسه کولای.

ازاد وویل: "کندهار ناستې ته ولسي ناستې نوم ورکول کاملاً غط کار دی. د دې لپاره چې دا ولسي ناسته نه وه، له دې وړاندې په کابل کې چې هم ناسته شوې وه، هغه د دیني عالمانو ناسته نه وه. چون ټول هغه کسان راغوښتل شوي و د طالبانو غړي وو. د کندهار په ناسته کې د ټولنې هغه نیمايي برخه چې مېرمنې دي ګډون نه لري او په دې اساس دا ولسي ناسته نه ده."

د ازاد په خبره، تر کومه چې طالبان په دننه افغانستان کې مشروعیت ترلاسه نه کړي نړیوال مشروعیت او رسمیت نه شي ترلاسه کولای.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، د کندهار غونډه د اسد ۲۸مه د خپلواکۍ د بېرته اخیستنې د ورځې د نمانځنې او د طالبانو حکومت نه د ولس د ملاتړ په هدف جوړه شوې ده.

کندهار کې د طالب مشرانو د غونډې یو انځور
کندهار کې د طالب مشرانو د غونډې یو انځور

مجاهد د ناستې ګډنوال شاوخوا درې زره کسان یاد کړل.

ورسته له هغې چې طالبانو په تول افغانستان واکمن شوي، دا دوهم ځل دی چې دوی په دومره لوی شمېر د عالمانو او قومي مشرانو ناستې جوړوي.

د سرطان میاشتې په اتمه نېټه هم په کابل کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو چې شمېر یې شاوخوا ۳ زره کسانو ته رسېده یو غونډه جوړه شوې وه، چې ورته موضوعات په کې مطرح شوي وو.

د یادونې ده، چې نړیوالو د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره یو شمېر شرایط وړاندې کړي، چې مهم هغه بشري حقونه، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه، کار او زده کړو ته د دوی پرېښودل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG