د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

د متقي او توماس ويسټ ليدنه؛ متقي له زلزله ځپلو سره د امريکا د مرستې مننه وکړه


د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس ويسټ او د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس ويسټ او د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له امریکا مننه وکړه چې د افغانستان د وروستۍ زلزلې له زیانمن شویو خلکو سره یې ۵۵ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په دوحه کې د طالبانو له استازو سره خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ احمد تکل ازادي راډیو ته وویل چې د دوی د حکومت سرپرست وزیر امیرخان متقي له امریکايي پلاوي څخه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او پر افغانستان لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ احمد تکل
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ احمد تکل

نوموړي وويل: "د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ د افغانستان له نوي اسلامي حکومت سره دې د فشار پر ځای د همکارۍ او مثبت تعامل لار غوره شي تر څو وکولای شو پرمختګونه ولرو."

د امریکا حکومت په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د دیپلوماتیکو تماسونو دفاع کوي، وايي چې د طالبانو بشپړه انزوا په دغه هېواد کې د واشنګټن د ګټو له خوندیتوب سره مرسته نه‌کوي.

د امریکا متحدو ایالتونو له طالبانو سره خبرې په مارچ میاشت کې هغه مهال ودرولې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو د زده کړو مخه ونیوله.

د طالبانو د بهرنیو چارو د مرستیال ویاند په وینا، ټام ویسټ د دوحې په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د وسله وال مخالفت ملاتړ نه‌کوي او دا ډول مقاومت د افغانستان په زیان بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه وياند په دوحه کې له طالبانو سره تر خبرو مخکې وویل، په افغانستان کې د امریکا لېوالتیا له دې سره ده چې د تروریزم مخه ونیول شي، اقتصادي ثبات رامنځته، بشري حقونه رعایت، د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل شي او هغو افغانانو ته د وتلو لار ورکړل شي چې د اګست تر ۱۵ وړاندې یې په افغانستان کې له امریکایانو سره کار کړی دی.

ده وویل چې دغو هدفونو ته د خبرو له لارې د رسېدو هڅه کوي او دا هدفونه یوازې د طالبانو په منزوي کولو نه‌شي ترلاسه کېدای خو دا تماسونه باید طالبانو ته د مشروعیت ورکولو په معنا ونه ګڼل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د امریکا اندېښنو، په تېره بیا د تروریزم مسلې ته په اشارې وویل چې د دوی حکومت پر کړیو ژمنو ولاړ دی او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو او نورو هطوادونو پر ضد وکاروي.

د دوحې په خبرو کې له ټام ویسټ سره د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې یا یو ایس ایډ چارواکي ملګري وو.

د طالبانو په پلاوي کې، چې مشري یې د دوی د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په غاړه لرله، د مالیې وزارت او د افغانستان بانک چارواکي شامل وو.

امریکا تر اوسه پورې په قطر کې له طالبانو سره د تازه خبرو د جزییاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG