د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

لويديځ هېوادونه لا هم افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ په اړه اندېښمن دي


کابل کې د ايمن‌الظواهري تر وژنې وروسته طالبانو سيمه کلا بنده کړې - ارشيف
کابل کې د ايمن‌الظواهري تر وژنې وروسته طالبانو سيمه کلا بنده کړې - ارشيف

امریکا او لویدیځ هېوادونه لا هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه اندېښمن دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن یوه خبرپاڼه خپره کړې او په‌کې یې لیکلي، د اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې، برېټانیا او متحده‌ ایالاتو د بهرنیو چارو وزارتونو ځانګړو استازو تېره اوونۍ سره لیدلي او ویلي یې دي، طالبانو لا هم د ترهګرۍ د ځپلو په اړه خپلې ژمنې نه‌دي عملي کړي.

د امریکا متحده‌ ایالاتو په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونو په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د بشري او د افغانانو له بنسټيزو حقونو څخه په سرغړونو ژوره اندېښنه ښودلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن سهار یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې، بریټانیا او متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارتونو ځانګړي استازي تېره اوونۍ د افغانستان په اړه سره ناست وو.

خبرپاڼه کې ۱۵مادې یادې شوي چې په دې ناسته کې پرې بحث شوی.

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور او فعالیت یوه له هغو اندېښنو ده چې دې هېوادونو پرې خبرې کړي.

خبرپاڼه کې لیکل شوي، په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري وژل کېدل یوه بېلګه ده چې په ډاګه کوي طالبانو د ترهګرۍ د ځپلو لپاره په خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی.

د القاعده شبکې ايمن الظواهري چې په کابل کې ووژل شو.
د القاعده شبکې ايمن الظواهري چې په کابل کې ووژل شو.

له طالبانو مو د امریکا او ځینو لویدیځو هېوادونو د دې اندېښنو په اړه وپوښتل، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ځواب را نه‌کړ، مګر له دې وړاندې یې تل ویلي، افغانستان د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه‌دی.

د دې تر خوا طالبانو لا هم په کابل کې د ایمن‌الظواهري د وژل کېدو په اړه د دوی د څېړنو جزیات نه‌دي رسنیز کړي.

د طالبانو له‌خوا د بشري او د افغانانو له بنسټيزو حقونو څخه سرغړونه یوه بله مهمه موضوع ده چې د امریکا او لویدیځو هېوادونو د استازو په غونډه کې یاده شوې.

د قومي او مذهبي لږکیو له حقونو سرغړاوی، د افغان نجونو او ښځو په سفر محدودیت، له سیاسي، اقتصادي، تعلیمي او ټولنیزو فعالیتونو د ښځو بې‌ برخې کول او له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل، د دې هېوادونو له قوله، د اندېښنې وړ موضوعات دي.

له کورنيو او نړيوالو غبرګونونو سره سره طالبانو پر افغان مېرمنو بېلابېلو برخو کې محدوديتونه لګولي دي.
له کورنيو او نړيوالو غبرګونونو سره سره طالبانو پر افغان مېرمنو بېلابېلو برخو کې محدوديتونه لګولي دي.

د امریکا او لویدیځو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې، په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ محدویتونه، بشري او اقتصادي ناورین او د نشه‌يي توکو سره مبارزه نور هغه ټکي یاد شوي چې طالبان یې په دې برخه کې د خپلو ژمنو عملي کېدو ته رابللي.

د افغانستان په اړه د امریکا، اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او ځینو لویدیځو هېوادونو استازو همدا ډول افغانستان کې د تل‌پاتې سولې او ثبات لپاره د يوه باوري ټول‌ګډونه حکومت، ملي مذاکراتو او سياسي سیسټم شتون هم اړین بللی او د یوه معتبره ملي ډیالوګ د پیل اړتیا یې په ګوته کړې.

د دې ترڅنګ، په افغانستان کې د یوې وسله‌والې جګړې د پیل احتمال ته هم اشاره شوې او د مخنیوي لپاره یې له طالبانو غوښتل شوي چې حساب ورکوونکی حکومت رامنځته او تر څنګ یې په دوحه کې شوی تړون عملي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې، د اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې، بریټانیا او متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارتونو ځانګړو استازو په غونډه کې د جاپان، قطر، سویس او یوناما استازو هم ګډون درلود.

امريکا تر دې مخکې څو څو ځل ويلي، افغانستان کې ترهګريز ګواښ ته متوجې دي او له ليرې يې پر وړاندې د عمليات کولو وړتيا لري.
امريکا تر دې مخکې څو څو ځل ويلي، افغانستان کې ترهګريز ګواښ ته متوجې دي او له ليرې يې پر وړاندې د عمليات کولو وړتيا لري.

له هغې ورځې چې طالبان واک ته رسېدلي، په افغانستان کې د بشري حقونو په نقض، په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو له حقونو په سرغړاوي تورن دي او تر خوا یې، په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر له وژل کېدو وروسته، د دوی هغه ژمنه هم تر پوښتنې لاندې راغلې چې ګني له ترهګرو ډلو سره به خپلې اړیکې پرې کوي.

خو طالبانو تل ویلي چې په خپلو ژمنو ولاړ دي او تر څنګ یې په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي، هغه ادعا چې تل په کور دننه افغانانو او د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو نړیوالو ملاتړو ادارو په مستند ډول ننګولې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG