د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۱۸

ملېټري ټایمز: القاعده شبکه ښايي بیا په افغانستان کې سره تنظیم شي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • مېل انلاین (Mail Online)

د بریتانیا انټرنټي خپرونې، مېل انلاین پرون د اندونیزیا او اسټرالیا د هغې غوښتنې په اړه لیکنه خپره کړې چې له طالبانو یې د ښځو حقونو ته د درناوي لپاره کړې ده.

په لیکنه کې د اسوشیټډ پرس خبري اژانس په حواله ویل شوي، د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې د پنجشنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او پرې نه‌ږدي چې افغانستان کې افراطي فعالیتونو ته زمینه برابره شي.

ریتنو مرسودي (Retno Marsudi) د اسټرالیا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره تر کتنې وروسته دا غوښتنه مطرح کړه.

دغه دوه وزیران له اندونیزیا سره د امنیتي اړیکو د پراختیا لپاره جاکارتا ته په سفر تللي وو.

طالبانو تېره سې شنبه خپله ۳۳ کسیزه کابینه اعلان کړه چې په‌کې یوه ښځه هم نه‌ده شامله او همدارنګه د ښځو چارو وزارت برخلیک هم ناڅرګند دی.

د لیکنې په حواله، په کابینه کې د طالبانو ګڼ هغه تندلاري کسان هم شامل دي چې په ۹۰مه میلادي لسیزه او په تېرو ۲۰ کلونو کې یې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف په وړاندې په جګړه کې نقش درلود.

  • ملېټري ټایمز (Military Times)

امریکایۍ ملېټري ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوېډ استېن (Lloyd Austin) پر اندېښنو لیکنه خپره کړې چې ویلي یې دي، القاعده شبکه ښايي بیا په افغانستان کې سره تنظیم شي.

دغې ورځپاڼې هم د اسوشیټډ پرس خبري اژانس په حواله لیکلي، استېن د پنجشنبې په ورځ وویل، القاعده شبکه چې ۲۰ کاله مخکې پر امریکا د حملې لپاره افغانستان د خپل مرکز په توګه کارولی و، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو او پر قدرت د طالبانو د ولکې تر ټینګولو وروسته ښايي بیا احیا شي.

د ملېټري ټایمز په لیکنه کې راغلي، د امریکا دفاع وزیر د خلیج هېوادونو ته د خپل څلور ورځني سفر په وروستۍ ورځ په کوېټ کې د خبریالانو یوې وړې ډلې ته دا څرګندونې وکړې.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر ډاډ ښوولی، که القاعده شبکه امریکا ته کوم ګواښ پېښوي، نو امریکا به‌یې افغانستان ته د ستنېدو مخه ونیسي.

دا داسې مهال ده چې پاکستان پوځ په یو بیان کې ویلي، د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) مشر ويليم جوزف برنز پرون پنجشنبه د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې له مشرانو سره په راولپڼډۍ کې کتلي او دواړو لورو پر دوه اړخیزو ګټو، سيمه‌يیزو امنيتي حالاتو او د افغانستان پر راوانو تحولاتو بحث کړی دی.

د القاعده شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن له افغانستان څخه تر وتلو وروسته پاکستان کې پټ و او هلته ووژل شو.

پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې د ترورېستي حملو ۲۰ کاله په پوره کېدو دي چې هغه حملې د نړیوال ائتلاف په مشرۍ پر افغانستان د برید سبب شوې.

د افغانستان د تېر حکومت چارواکو په وار وار تور لګولی و چې طالبانو له القاعده شبکې او نورو ترورېستي ډلو سره خپل ارتباطات نه‌دي پرې کړي، خو طالبانو دا تورونه په وار وار رد کړي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG