د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

روسیې او طالبانو د کابل پرونۍ پېښې په اړه څېړنې پیل کړي


مسکو: کابل کې د روسیې سفارت دوه کارکوونکي ووژل شول
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:36 0:00

پرون د یوه ځانمرګي برید له امله د روسیې سفارت ۲ کارکوونکي او ۴ افغانان ووژل شول.

د طالبانو حکومت وايي، له دې وروسته د روسیې د سفارت امنیت ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي دوشنبه ماښام د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د پرونۍ چاودنې په تړاو ټیلیفوني خبرې کړي دي.

په یوه اعلامیه کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې متقي؛ لاوروف ته ډاډ ورکړی چې طالب ځواکونه به د سفارت د امنیت نیولو لپاره لا هڅې ګړندۍ کړي.

د وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: "زموږ امنیتي ارګانونو د پېښې په تړاو هر اړخیزه څېړنه پیل کړې ده او د سفارت د لا خوندیتوب لپاره به لا زیات جدي ګامونه پورته کړي. څو د دغه ډول ګواښونو مخه ونیسي. د افغانستان اسلامي امارت د روسیې فدراتیف سره نږدې اړیکې لري او غواړي چې د وخت په تېرېدو سره لا قوي شي. موږ هېڅکله اجازه نه ورکوو چې د دښمنانو دغه ډول منفي کړنې دې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز وکړي."

اخوا د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پېسکوف په کابل کې د روسیې د سفارت مخته چاودنه ترهګر عمل بللی او ویلي یې دي چې په اړه یې څېړنې کېږي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ دوشنبه ماښام ازادي راډیو ته وویل چې څلور افغانان او د روسیې د سفارت دوه کارکوونکي وژل شوي او لس تنه نور په دې پېښه کې ټپیان دي.

د کابل د دارالامان واټ ته څېرمه د روسیې سفارت مخته په چاودنه کې چې د راپورونو له مخې ځانمرګی برید وو ګڼو هغو ځوانانو ته مرګژوبله اوښتې چې د تحصیلي ویزو لپاره ورغلي وو.

د چاودنې ځینو ټپيانو داسې حال کې رویټرز سره د سترګو لیدلی حال شریک کړی چې پټۍ پرې لګېدلي او له درده کړېږي.

فیض محمد د روغتون په کټ پروت دی او وايي، تر چاودنې وروسته یې څه په یاد نه دي پاتې.

هغه وویل: "کونسل راغی او موږ خپل اسناد ور وښودل. موږ یې د سفارت دروازې ته رهنمايي کړو. په همدې شېبه کې چاودنه وشوه او زه په ځمکه ولګېدم. وروسته پوه نه شوم چې څه وشول."

د روسیې پر سفارت د پروني برید ټپیان
د روسیې پر سفارت د پروني برید ټپیان

وحیدالله وايي، د چاودنې زور دومره ډېر وو چې دی یې د سړک له یوې غاړې بلې ته وغورځاوه او ډېر ژوبل یې کړ.

هغه وویل: "همدومره مې په یاد دي چې چاودنې د بیالې له څنګه د سړک منځ ته واچولم. بیا مې لاس او پښې له کاره ولوېدل. ملګری مې راغی او دلته یې روغتون ته راوستلم."

چا او کومې ډلې د دې راپور تر لیکلو پورې په کابل کې د روسیې د سفارت مخته د پرونۍ چاودنې مسوولیت نه دی منلی خو روسیې تل په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو له زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

د طالبانو چارواکو که څه هم کومه ډله لا نه ده تورنه کړې خو مخکې یې تل د داسې بریدونو پړه په داعش ډلې اچولې ده.

روسیه له هغو محدودو هېوادونو ده چې د طالبانو له راتګ وروسته په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیست.

روسیې سره له دې چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو کلکې ډیپلوماټیکې اړیکې ورسره پالي او هلته یې په مسکو کې هم د طالبانو د حکومت استازي ته ډیپلوماټیک باورلیک ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG