د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

کابل کې د روسیې پر سفارت ځانمرګي برید غبرګونونه راوپارول


مسکو: کابل کې د روسیې سفارت دوه کارکوونکي ووژل شول
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:36 0:00

کابل کې د روسیې سفارت ته نږدې ځانمرګي برید کې د دې سفارت ۲ کارکوونکي او ۴ افغانان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د روسیې پر سفارت برید به د دوی د حکومت او روسیې ترمنځ اړیکې زیانمنې نه کړي.

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومنداني وايي چې د دوشنبې ورځې په ځانمرګي برید کې چې د روسیې سفارت مخ ته وشو، د روسیې سفارت ۲ کارکوونکي او ۴ افغانان وژل شوي او تر لسو ډېر کسان ټپیان شول، خو عیني شاهدان بیا وايي چې تلفات ډېر دي.

د کابل امنیه قومنداني ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډيو ته وویل: "په کابل کې د روسیې سفارت سره د چاودنې له امله زموږ ۴ تنه هېوادوال او د روسیې سفارت ۲ کارکوونکي وژل شوي دي او یو شمېر افغانان ټپیان شوي دي. ځانمرګي بریدګر وار له مخه د امنیتي ځواکونو لخوا په نښه شوی و او له امله یې چاودنه رامنځته شوه."

خو هغه عیني شاهدان، چې د ویزو د اخیستلو لپاره د روسيې سفارت ته ورغلي دي، د ډېرو تلفاتو خبره کوي.

عیني شاهد فردوس ازادي راډيو ته وویل: "هغه شېبه چې چاودنه وشوه، په ځان پوه نه شو، ټول وغورځېدل، د ټپیانو او شهیدانو شمېر ډېر وو. تقریباً شل امبولانسونه مې ولیدل چې خلک یې انتقالول."

دغه راز یو بل عیني شاهد داریوش وویل: "تعداد ډېر وو. ټولې جامې مې د انسانانو په غوښو ککړې وې. ډېره زړه بوږونکې صحنه وه، څو چې مې ټکسي نیوله، شپږ امبولانسونه مې ولیدل چې له ټپيانو ډک شول او زه خپله هم روغتون ته راغلم."

چاودنه په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته په داسې حال کې شوې چې خلک د ویزو اخیستو لپاره په لیکه کې ولاړ وو او په سیمه کې د خلکو د ګڼه ګوڼې له امله احتمال شته چې د پېښې تلفات ډېر شي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دا برید چا او کومې ډلې کړی دی.

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مسکو کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال تایید کړه چې د سفارت دوه کارکوونکي یې په برید کې وژل شوي دي خو هیله یې ښودلې، چې د دې پېښې عاملان پيدا او محاکمه شي.

هغه وویل: "یوه ناپېژندل شوي وسله وال زموږ د سفارت د قونسلي څانګې له دروازې سره چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه. دوه همکاران مو ووژل شول. موږ عاجل د سفارت بهر امنیتي تدابیر لا ډېر کړل. د طالبانو ځواکونه د سفارت شاوخوا ته ډېر او په سیمه کې مو استخباراتي او د جاسوسۍ ضد فعالیتونه ډېر کړل. هیله من یو چې ډېر ژر د دې ترهګریزې پېښې عاملان محاکمه شي."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دا برید غندلی او ویلي یې دي، چې دا برید به د دوی او روسيې ترمنځ اړیکې زیانمنې نه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ، د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي او د تېر جمهوري حکومت د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم دا برید غندلی دی.

روسیه یو له هغو څو هېوادونو څخه ده چې د تېر کال د دوبي په نیمایي کې یې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته په کابل کې خپل سفارت پرانیست او سره له دې چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی، په خپل هېواد کې یې د طالبانو د حکومت سفیر منلی دی.

XS
SM
MD
LG