د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

د هرات چاودنې ته غبرګونونه؛ سیاستوالو او ځینو هېوادونو دا پېښه وغندله


مجیب الرحمان انصاري په هرات کې د چاودنې له امله ووژل شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:26 0:00

مجیب الرحمان انصاري تېره ورځ په هرات کې د چاودنې له امله ووژل شو. دغه چاودنه کې لسګونه نورو کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

په هرات ولایت کې د پرونۍ چاودنې په اړه چې شاوخوا ۲۰ کسان یې ووژل پراخ غبرګونونه څرګند شوي دي.

د هرات ښار د ګازرګاه سیمې په جومات کې پرونۍ چاودنې چې مولوي مجیب الرحمان انصاري یې د قربانیانو په ډله کې و، په هېواد کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه پارولي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ پر ټوېټر په یو بیان کې د پېښې د قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره خواخوږي څرګنده کړې او له طالب چارواکو څخه یې غوښتي چې د دې حملې عاملان عدالت ته وسپاري.

د طالبانو حکومت د دې برید د غندنې ترڅنګ ویلي دي چې د مولوي انصاري د خوندیتوب په برخه کې یې هېڅ راز غفلت نه دی کړی.

که څه هم تراوسه لا معلومه نه ده چې دا حمله به چا کړې وي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه پیغام کې چې بېګا یې پر خپل ټوېټر خپور کړ ویلي، په تېرو څو ورځو کې دوی د هېواد په لویدیځ کې د داعش ډلې د وسله والو پرضد یو لړ عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې د دې ډلې یو شمېر غړي هم ووژل شول.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

د مجاهد په وینا د مولوي انصاري د خونديتوب لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي وو او هغه ته زغره وال موټر هم ورکړل شوی و.

د هرات لپاره د طالبانو والي مولوي نوراحمد اسلام جار په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د دې پېښې له عاملانو سره به حساب کتاب وشي.

هغه وویل: "مسلمان امت، متدین ملت او د افغانستان اسلامي امارت به د دې مخکښ عالم د پاکې وینې انتقام له هغو تور زړو او ګمراهانو څخه واخلي چې زموږ علما شهیدانوي."

د هېواد پخواني ولسمشر حامدکرزي او به پخواني نظام کې د سولې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د ګازرګاه به جومات کې چاودنه غندلې خو دواړو د مولوي انصاري یادونه نه ده کړې.

حامد کرزی
حامد کرزی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم دا پېښه غندلې او ویلي یې دي چې دا هېواد، د افغانستان ترڅنګ د تروریزم او افراطیت پر ضد ولاړ دی.

د بخښنې په نړیوال سازمان کې د افغانستان د برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي پر ټوېټر په یوه پیغام کې د طالبانو پر حکومت انتقاد کړی چې ولې یې یوازې د مولوي انصاري پر وژنه خپګان ښودلی او په پېښه کې د وژل شویو ملکي وګړو په اړه یې جدي غبرګون نه دی ښودلی.

ځینو رسنیو او له هغې ډلې د ترکیې انادولو خبري آژانس د هرات د سیمه ایزو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دې چاودنې لږترلږه ۴۶ کسان وژلي او ۸۴ تنه نور یې ټپیان کړي دي خو دا ارقام په رسمي ډول نه دي تایید شوي.

مولوی مجیب الرحمن انصاري
مولوی مجیب الرحمن انصاري

مولوي مجیب الرحمان انصاري د مخکیني جمهوري نظام له سرسختو انتقاد کوونکو څخه و.

هغه همداراز څه موده مخکې په کابل کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته وویل چې د طالبانو د مخالفانو سرونه باید غوڅ شي.

په تېرو څو میاشتو کې په افغانستان کې جوماتونه، تکیه خانې او خانقاوې په وار وار په حملو او چاودنو کې په نښه شوې دي.

د ډېری دې حملو مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې منلی دی.

که څه طالبان وايي چې د افغانستان جګړه پای ته رسېدلې، خو د پوځي چارو ځینې کارپوهان باور لري چې د طالبانو پر وړاندې امنیتي ننګونې شته ځکه چې اوسمهال له شلو زیاتې تروریستي ډلې په افغانستان کې فعالې دي.

XS
SM
MD
LG