د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

نیویارک ټایمز: د مولوي انصاري اقدامات د ښځو د حقونو مدافعانو ته خبرداری دی


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د اکټوبر د ۱۳مې نېټې د ټویټ او په دې برخه کې د افغانانو د اندېښنو په اړه په لیکنه کې د ۸۰مې لسیزې د پای د وختونو یادونه کړې چې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د پوځیانو له وتلو وروسته امریکا افغانستان ته شا واړوله او د مجاهدینو د بېلابېلو ډلو ترمنځ د سولې مسؤلیت‌یې پاکستان ته وسپاره او دا هېواد یعنې پاکستان لا هم تمه لري چې د افغانانو ترمنځ د منځګړیتوب رول به بیا ورکړل شي.

واشنګټن پوست ورځپاڼه وايي، که امریکا دا کار وکړ، نو معنی یې دا ده چې له دې یې لاس اخیستی چې د افغانستان ډیموکراسي، مدني او بشري حقونه او ملي حاکمیت ورته اهمیت لري.

واشنګټن پوسټ په دې لیکنه کې دا هم ویلي، د افغانستان ټولو ګاونډیانو دغه هېواد ته سترګې پټې کړي، خو دا څرګنده نه‌ده چې د افغانستان کوم ګاونډی به په دې هېواد کې برلاسی رول مومي. هر یو د افغانانو په قومونو او قبیلو کې د نیابتي ملګرو لېوالتیا لري او ټولو ته څرګنده ده چې د افغانانو وژل کېدا به دوام کوي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په هرات ښار کې د یوه ملا پر پاروونکو اقداماتو لیکنه خپره کړې.

د ورځپاڼې اشاره د مولوي مجیب‌الرحمان انصاري اقداماتو ته ده چې په وروستیو کې یې په هرات ښار کې اعلان وکړ چې که د کوم سړي ښځې سر تر پایه ځان پټ نه‌کړ، نو بې‌غیرته دی.

ورځپاڼه وايي، سره له دې چې مولوي انصاري او پلویان‌یې په خپل سر د طالبانو په شان قوانین پلي کوي، خو نوموړی وايي چې له طالبانو سره تړاو نه‌لري.

نیویارک ټایمز زیاتوي، د مولوي انصاري اقدامات د ښځو د حقونو مدافعانو ته خبرداری دی او د هرات ولایتي اداره‌یې دفاعي حالت ته اړ ایستلې ده.

تېر کال ده د غلو د لاسونو د پرې کېدو او د زناکار د سنګسارېدو غوښتنه کړې وه. دی په خپل خبري کنفرانس کې ښځې نه‌پرېږدي او له حکومت څخه غواړي چې پر موسیقي بندیز ولګوي.

په هرات کې د ښځو د حقونو د ملاتړ یوې فعالې ثریا پاکزاد ویلي چې د مولوي انصاري کارونو په ټولنه کې ډېره وېره خپره کړې او د ده دا اقدامات خلکو ته د طالبانو د واکمنۍ وختونه ورپه یادوي چې نجونې یې له تعلیمه منع کړې وې.

XS
SM
MD
LG