د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

مېل انلاین: انصاري په هرات کې د طالبانو یو لړ سخت قوانین پلي کړي وو


مولوي مجیب الرحمان انصاري
مولوي مجیب الرحمان انصاري

د هرات ښار د ګازرګاه جامع جومات د خطیب مولوي مجیب الرحمان انصاري د وژلو مسئلې ته یو لړ نړیوالو چاپي خپرونو توجه کړې ده.

مېل انلاین:

انصاري د طالبانو پلوی و، مېل انلاین لیکي، انصاري د طالبانو له بیا واکمنۍ مخکې د طالبانو یو لړ سخت قوانین په هرات کې پلي کړي وو.

مېل انلاین وړاندې د نیویارک ټایمز د یوه پخواني راپور په استناد لیکي چې په هغه کې په هرات کې د دې سختو قوانینو د پلي کېدو لپاره د انصاري د پلویانو ګزمې ته اشاره شوې ده.

مېل انلاین بیا لیکي، انصاري چې سږکال د طالبانو د دښمانو د سرپرې کېدو غوښنه کړې وه، په یوه لویه چاودنه کې ووژل شو.

د خپرونې اشاره د انصاري هغې وینا ته وه چې په کابل کې یې د دیني عالمانو غونډې ته کړې وه.

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد وویل چې انصاري پرون د جمعې د لمانځه پرمهال ووژل شو.

مېل انلاین د هرات د پولیسو د ویاند محمود رسولي په وینا لیکي، انصاري له خپلو یو شمېر ساتونکو او ملکیانو سره په چاودنه کې ووژل شو.

په هرات کې یوه مدني فعال رفیق شهیر ازادي راډیو ته وویل چې انصاري د خپل دریځ له امله مخالفان هم لرل.

د شهیر په وینا، انصاري کلونه کلونه د خواجه عبدالله انصاري د زیارت ترڅنګ د ګازرګاه په سیمه کې ژوند وکړ، هلته یې مدرسه، فرهنګي مرکز او راډیو لرله.

اینډپنډنټ:

د لویدیځ یوې بلې خپرونې اینډپنډنټ ورځپاڼې بیا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو وضعیت ته کتنه کړې ده.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې، د طالبانو د بیا واکمنۍ په موده کې په تېر څه باندې یوه کال کې د ښځو ازادۍ په افغانستان کې له منځه تللې دي.

وړاندې په دې مقاله کې راغلې دي چې د طالبانو د بیا واکمنۍ په ترڅ کې نجونې له زده کړو بې برخې شوې او ګڼې په کورونو کې ایسارې شوې دي.

ورځپاڼه د مرضیې بابکرخېل په نوم چې یو وخت یې په افغانستان کې قضایي چارې مخته وړې او اوس د بریتانیا په مانچستر کې ژوند کوي، لیکلي، په افغانستان کې د ښځو لپاره هېڅ راز هیله نه ترسترګو کېږي.

د انډپنډنټ په باور، مېرمن بابکرخېل په دې نظر ده چې افغان نجونو او مېرمنو د سترګو په رپ کې هرڅه له لاسه ورکړل.

XS
SM
MD
LG