د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

طالبان: هرات کې د مولوي انصاري په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۳ ټپیان دي


مولوي مجیب الرحمان انصاري
مولوي مجیب الرحمان انصاري

د هرات په ګازرګاه جومات کې له خونړۍ چاودنې وروسته د پېښې زړه بوګونکې ویډيو چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې.

په ویډيو ښکاري چې د چاودنې له امله زیات شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مجیب الرحمان انصاري په هرات کې د چاودنې له امله ووژل شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:26 0:00

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په دې پېښه کې د هرات د مشهور دیني عالم مجیب الرحمان انصاري تر څنګ د ۱۸ نورو لمونځ کوونکو وژل کېدل او ۲۳ نورو ټپي کېدل تاييد کړي دي.

د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډيو ته وویل: "په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایو چې د هرات په پېښه کې د مولانا مجیب الرحمان انصاري په ګډون اتلس تنه هېوادوال شهیدان شوي او ۲۳ نور ټپيان شوي دي."

خو د پېښې یو شمېر عیني شاهدانو او د هرات اوسېدونکو بیا د تلفاتو شمېر له دې ډېر زیات ښودلی دی.

د دې ښار یو اوسېدونکي چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې په دې راپور کې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "زه همدې وخت کې جومات ته د ننوتلو په حال کې وم چې چاودنه وشوه، د سلو په شواخوا کې کسان مړه او ټپیان دي."

د هرات والي ویاند حمیدالله متوکل په دې پېښه کې د مجیب انصاري یو ورور حبیب الرحمان انصاري وژل کېدل هم تاییدوي.

د چاودنې نوعیت تر دا مهاله معلوم نه دی.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په پېښه کې د اوښتو تلفاتو په اړه د هرات روغتيايي مسوولانو سره هم خبرې وکړي، خو ونه توانېد.

مولوي مجیب الرحمان انصاري د تېر جمهوري نظام سر سخته منتقد بلل کېده.

نوموړي څه موده وړاندې په کابل کې د دیني عالمانو یوې سترې غونډې ته په وینا کې وویل چې د طالبانو د حکومت له مخالفانو باید سرونه پرې کړل شي.

د هغه دا وینا په ټولنیزو رسینو کې له پراخه غبرګون سره مخ شوې وه.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې ده چې همدا نن د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د لومړي مرستیال ملا برادر په ګډون زیات شمېر چارواکي په یوه اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره دغه ولایت ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په جوماتونو او دیني مدرسو کې ورته پېښې زیاتې شوي دي.

څه موده وړاندې د کابل په خیرخانه کې په یو جومات کې د شوې چاودنې له امله د مشهور دیني عالم مولوي امیر محمد کابلي په ګډون یو شمېر لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

له دې وړاندې بیا د کابل په شش درک سیمه کې د دینې زده کړو په یوه مدرسه د شوې ځانمرګې برید له امله د مدرسې مهتمم شیخ رحیم الله حقاني چې د طالبانو مهم غړی او پلوی بلل کېده وژل شوی وو.

دغه شان له دې وړاندې په کابل کې مشهور سلفي عالم مولوي سردارولي ثاقب په مرموز ډول وژل شوی و.

XS
SM
MD
LG