د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

امنيت شورا: سولې ته د ورپېښو ګواښونو پر وړاندې بايد ټول هېوادونه مبارزه وکړي


د ملګرو ملتونو امنيت شورا
د ملګرو ملتونو امنيت شورا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په هرات کې د جمعې ورځې د چاودنې په غبرګون کې وايي، د نړۍ امنیت او سولې ته د متوجې ګواښونو پر وړاندې باید ټول هېوادونه مبارزه وکړي.

د جمعې په ورځ د هرات په ګاذرګاه جومات کې د ځانمرګي برید په پایله کې د طالب پلوي مولوي مجیب‌الرحمان انصاري په ګډون ۲۰ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې چاودنې ته په اشارې وايي، هر ډول ترهګري جرم او د توجیه وړ نه‌ده.

د هرات په ګاذرګاه کې د تېرې جمعې په ورځ د لمانځه پر مهال ځانمرګی برید وشو چې، د دې برید اصلي موخه طالب پلوی مولوي مجیب‌الرحمان انصاري و، خو ورسره نږدې شل نور لمونځ کوونکي چې د مولوي انصاري ورور هم په‌کې و، ووژل شول.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا خپله اعلامیه کې دا پېښه، د هغو بریدونو دوام بللی چې، په افغانستان کې په جوماتونو، قومي او مذهبي لږکیو باندې کېږي او مسؤلیت یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌ قوله، د داعش خراسان څانګه مني.

مجیب الرحمان انصاري په هرات کې د چاودنې له امله ووژل شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:26 0:00

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا برید غندلی او زیاتوي، د ترهګرۍ هر ډول پرته له دې چې انګېزې ته يې فکر وشي او د هر چا له‌خوا شوی وي، جرم او د توجیه وړ نه‌دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې د دې شورا د غړو هېوادونو له قوله لیکل شوي، دوی د نړیوالو بشردوستانه او نورو قوانینو په نظر کې نیولو سره سم، د نړۍ امنیت او سولې ته د متوجې ګواښونو پر وړاندې د ټولو هېوادونو له‌خوا د مبارزې پر اړتیا ټینګار کوي.

امنیت شورا د دې ډول بریدونو د عاملینو د نیولو او محاکمه کولو غوښتنه کړې.

که څه هم په مولوي انصاري د شوي ځانمرګي برید مسؤلیت چا نه‌دی منلی، خو طالبانو د داعش کار بللی او ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد یوه اعلامیه کې چې د جمعې په ماښام یې خپره کړه ولیکل، دوی مولوي انصاري ته له وړاندې د دې ډول برید په اړه خبر ورکړی و.

دې اعلامیه کې زیاته شوې وه: "تر څو چې په دې برخه کې پخپله علماء کرام هم لازم احتياط و نه‌کړي، د ورته بریدونو مخنیوی ستونزمن کار دی."

مولوي مجیب الرحمان انصاري د تېر جمهوري نظام سر سخت منتقد بلل کېده.

مولوي مجيب الرحمن انصاري چې تېره جمعه هرات کې په يوه چاودنه کې ووژل شو.
مولوي مجيب الرحمن انصاري چې تېره جمعه هرات کې په يوه چاودنه کې ووژل شو.

هغه موده وړاندې په کابل کې د دیني عالمانو په نوم جوړې شوې غونډې ته خپله وینا کې ویلي و، د طالبانو د اوسني رژیم له مخالفانو باید سرونه پرې کړل شي.

د هغه دا وینا په ټولنیزو رسنیو کې له پراخ غبرګون سره مخ شوې وه.

له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، د داعش ډلې له خونړیو بریدونو سره مخ دي چې، په دې بریدونو کې د طالب چارواکو په ګډون، دیني عالمان او ملکیان هم وژل شوي دي.

طالبان له دې ټولو سره سره، ادعا کوي چې داعش ډله یې ځپلې، خو دا ادعا یې تر ډېره تر پوښتنې لاندې ده.

داعش ډلې هغه خوندي سیمې چې طالبانو یې امنیت هم ډېر ټینګ کړی و، په نښه کړي.

د بېلګې په توګه د طالبانو له‌خوا د دیني عالمانو په نوم رابلل شوې غونډه چې د لویې جرګې په تالار کې جوړه شوې وه.

همدا ډول د طالبانو یو تر ټولو مهم دیني عالم مولوي رحیم‌الله حقاني چې امنیت یې خورا کلک نیول کېده، داعش ډلې په یوه ځانمرګي برید کې وواژه.

ځانمرګي بریدونه د جمهوري نظام پر مهال د طالبانو یوه له هغو جګړه‌ییزو لارو وه چې د هغه مهال حکومت یې ننګولی و، خو د طالبانو اوسنی رژیم هم د داعش ډلې له‌خوا له همداسې یو جګړې سره مخ دی چې تر اوسه یې طالبان په مخنیوي کې پاتې راغلي.

XS
SM
MD
LG