د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

ډيلي سټار: ملګري ملتونه په افغانستان کې د داعش د حملو زیاتوالي اندېښمن کړي


مجیب الرحمان انصاري په هرات کې د چاودنې له امله ووژل شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:26 0:00

مجیب الرحمان انصاري تېره جمعه په هرات کې د چاودنې له امله ووژل شو. له ده سره لسګونو نورو لمونځ کوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

ټرانس اټلانتیک ټایمز:

ټرانس اټلانتیک ټایمز آسترالیایۍ ورځپاڼې په هرات ښار کې په یوه چاودنه کې د طالبانو د پلوي دیني عالم مولوي مجیب الرحمان انصاري د وژل کېدو په اړه یو مطلب خپور کړی.

مولوي انصاري د تېرې جمعې په ورځ له نژدې شلو نورو کسانو سره د هرات د ګازرګاه جومات مخې ته په یوه چاودنه کې ووژل شو.

ټرانس اټلانتیک ټایمز لیکي، طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د امنیت د ټینګولو ادعا کوي، خو د ورځپاڼې په وینا د دوی د ادعاوو برعکس په وروستیو میاشتو کې د پرله پسې چاودنو راپورونه ورکول کېږي، چې ځینو یې په جوماتونو کې د لمانځه پرمهال خلک په ګڼه ګوڼه کې هم په نښه کړي دي.

ټرانس اتلانتیک د هرات د حملې په اړه د چارواکو له قوله ځینې تازه معلومات هم خپاره کړي دي.

ورځپاڼې د هرات د امنیه قوماندانۍ د ویاند محمودرسولي له قوله لیکلي چې نوموړی وايي د ګازرګاه جومات چاودنه هغه مهال وشوه چې مولوي انصاري او د هغه یو شمېر ګارډان جومات ته ننوتل.

ښاغلي رسولي ویلي دي چې یوه ځان وژونکي بریدکوونکي په داسې حال کې خپل بمونه والوځول چې د مولوي انصاري لاسونه یې ښکلول.

ورځپاڼه د ملګروملتونو د هغه وروستي راپور یادونه هم کوي چې ویلي یې دي په افغانستان کې د وروستیو حملو د تکرار له پلوه اندېښنه لري. په دې حملو کې د ځینو مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی.

ډيلي سټار آنلاین:

د بریتانیا چاپ ډيلي سټار آنلاین خپرونې هم په یو مطلب کې د مولوي انصاري د وژل کېدو مسئلې ته کتنه کړې.

خپرونې مولوي انصاري د طالبانو سرسخته پلوي او ویناوال بللی دی.

ډیلي سټار په تېره جون میاشت کې د طالبانو په پلوي د دیني عالمانو او قومي مخورو په یوه لویه غونډه کې د مولوي انصاري د وینا یادونه کړې.

مولوي انصاري په خپله دې وینا کې ویلي و، چې هغه کسان چې له طالبانو سره مخالفت کوي باید سرونه یې غوڅ شي.

که څه هم پر مولوي انصاري د برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو ډیلي سټار د ملګروملتونو د هغو اندېښنو یادونه کړې چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د حملو د زیاتېدو په اړه یې څرګنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG