د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

طالبان او داعش د شیعه ګانو په وژنې تورن شول


کابل کې چاودنې؛ لږترلږه ۶ مړه او۱۱ نور ټپیان دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:19 0:00

تېر اپرېل میاشت کابل کې د چاودنې لږترلږه ۶ مړه او۱۱ نور ټپیان شول.

د وکیلانو نړیوالې ټولنې د یوه څېړنیز راپور په خپرولو طالبان او داعش ډله په افغانستان کې د شیعه مذهبه هزاره ګانو په نسل وژنې تورنه کړې، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.

"د وکیلانو نړیوالې ټولنې" په دې وروستیو کې یو راپور خپور کړی چې په هغه کې په افغانستان کې د هزاره ګانو د وژنې ډېرې بېلګې یې بیان کړي دي.

په دغه راپور کې د طالبانو حکومت او داعش ډله د هزاره ګانو په نسل وژنې تورنه شوې ده.

د طالبانو حکومتي چارواکو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

دغه راپور چې ۸۳ پاڼې لري، د بریتانیا د پارلمان له خوا په رسمي ډول نه دی تصویب شوی، خو د پارلمان د غړو په غوښتنه یې د هزاره ګانو د وضعیت په اړه یې چمتو کړی دی.

"د وکیلانو نړیواله ټولنه" یو برتانوي سازمان دی چې په ۱۹۷۴م کې تاسیس شوی او اوس په ۱۷۰ هېوادونو کې ۸۰۰۰۰ غړي لري.

د دغه بنسټ په راپور کې په افغانستان کې د هزاره ګانو ګواښ ته هم اشاره شوې، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له بیا پیلېدو وروسته د هزاره ګانو وژل «نسل وژنه» بلل او ټینګار پرې شوی دی.

د دغه راپور له مخې، په افغانستان او پاکستان کې هزاره ګان د قومي، نژادي او مذهبي لاملونو له امله د طالبانو، داعش او نورو سخت دریځو ډلو له خوا وژل کېږي.

په دې راپور کې د هزاره ګانو د وژنو څو پېښې او د هغوی تاریخ بیان شوی، چې له دې جملې څخه د هغو دوو چاودنو یادونه کولای شو، چې د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د کابل ښار په لوېدیځ کې د هزاره مېشتو سیمې په دشت برچي کې د عبدالرحیم شهید لېسې د دروازې مخې ته وشوې.

دغو چاودنو لږ تر لږه ۴۰ کسان ووژل او تر ۶۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.

دغه راز د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په ۲۱ مه د ممتاز په نوم ښوونیز مرکز کې د یوه بل لاسي بم د غورځولو او په مزارشریف کې د شیعه هزاره ګانو پر یوه لوی جومات د لمانځه پر مهال د یوه بل برید یادونه هم شوې ده، چې لږ تر لږه ۳۰ تنه په کې ووژل شول او تر ۸۰ زیات ټپیان شول.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي د «نسل وژنې» اصطلاح په کارولو شک لري.

دی د خپلې دې خبرې د ثابتولو لپاره، د سني جوماتونو او سني ټولنو بریدونو ته،په ځانګړې توګه د هرات په ګذرګاه جومات کې د جمعې د ورځې برید ته اشاره وکړه– هغه برید چې شاوخوا شل کسان په کې ووژل شول.

هغه وویل: "د هزاره ګانو وژنه اوس د داعش له خوا ترسره کېږي، نه د طالبانو له خوا، د دې لپاره هیڅ ثبوت نشته چې طالبان دې یو ځای ولاړ شي او هزاره ګان دې ووژني، هو، داعش د هزاره ګانو پر جوماتونو بریدونه کوي، پر شیعه ګانو هم بریدونه کوي، پر صوفیانو بریدونه کوي او پرون هم پر یوه سني عالم چې طالبانو ته نږدې و، پرې برید وشو، داعش په هر چا برید کوي ایادا نسل وژنه ده، په ټولنیزو رسنیو کې پرې ډېر بحثونه کېږي خو نړۍ دا نه وايي، ځکه که ثابت شي چې دا نسل وژنه ده نو نړۍ باید په کې مداخله وکړي."

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې یوناما د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې پورې په افغانستان کې د شیعه هزاره ګانو په نښه کولو لږ تر لږه ۲۰ پېښې ثبت کړي دي.

د “وکیلانو نړیوالې ټولنې” په دې راپور کې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې "په جبري کډوالۍ سره به زیانمنونکي شرایط رامینځته شي چې په اوږد مهال کې به هزاره ټولنه وده او پرمختګ ونه شي کړای.”

په دغه راپور کې د اعتراض کوونکو ښځو او نجونو نیول، شکنجې، جنسي تیري او تاوتریخوالی او هغو کسانو په اړه هم اندېښنه ښودل شوې چې له افغانستانه د وتلو هڅه کوي.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې تر اوسه د هزاره ګانو د ډله ییزې وژنې عاملین نه دي محاکمه شوي.

ومو غوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم واخلو، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ د دفتر هغه راپور رد کړی و چې په کې د بشري حقونو د نقض او د تېر حکومت د کارکوونکو د وژلو یادونه شوې وه.

دا راپور د انګلستان، متحده ایالاتو، کاناډا او هالنډ یو شمیر حکومتي چارواکو او همدارنګه د ملګرو ملتونو او ICC استازو ته سپارل شوی.

XS
SM
MD
LG