د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

کابل کې ځانمرګی برید؛ د روسیې سفارت ۲ کارکوونکي او ۴ افغانان وژل شوي


په کابل کې د روسیې سفارت
په کابل کې د روسیې سفارت

طالبان وايي، نن غرمه په کابل کې د روسیې سفارت سره د چاودنې له امله ۴ تنه عام افغانان او د دې سفارت ۲ کارکوونکي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته چاودنه غندلې ده او په دې اړه یې پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي چې قربانیانو او هغوی کورنیو ته تسلیت وايي.

روسي ورځپاڼې ګازیتا آر یو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له قوله لیکلي چې په کابل کې د روسيې سفارت خپل امنیتي اقدامات زیات کړي دي او د طالبانو اضافي امنیتي او استخباراتي ځواکونه یې د کابل د پيښې په تړاو غوښتي دي.

رویټرز او اسوشیټیډ پریس خبري اژانسونو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکي چې، په کابل کې د روسیې د سفارت دوه کارکوونکي نن د سفارت ودانۍ ته څېرمه په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.

تر دې مخکې رویټرز د روسیې د دولتي خبري اژانس ریا په حواله ویلي و، په کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه په یوه چاودنه کې دوه روسي اتباع، یو دپلومات او یو امنیتي ساتونکی ټپیان شوي دي.

په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د ځانمرګي برید له امله ​۴ تنه عام افغانان، د دې سفارت ۲ کارکوونکي وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

نوموړي وويل: "نن غرمه مهال شاوخوا ۱۱ بجې د کابل ښار اوومې حوزې اړوند د روسیې سفارت سره نږدې یو ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې دغلته په ګڼه ګوڼه کې ځان ته چاودنه ورکړي، خو خپلې موخې ته له رسېدو مخکې امنیتي ځواکونو په نښه کړی چې له امله یې چاودنه رامنځته شوې."

کابل کې د نننۍ پېښې د سيمې انځور
کابل کې د نننۍ پېښې د سيمې انځور

په کابل کې د طالبانو د پولیسو یوه چارواکي مولوي صابر رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې، د طالبانو امنیتي ځواکونو چې د روسیې د سفارت ساتنه یې کوله، برید کوونکی هدف ته له رسېدو مخکې وپېژانده او ويې واژه.

تر اوسه معلومه نه‌ده چې دا برید چا او کومې ډلې کړی دی.

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د روسیې د یوه خبري اژانس په حواله ویلي، چاودنه په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته په داسې حال کې شوې چې خلک د ویزو اخیستو لپاره په لیکه کې ولاړ وو.

د جرمني ډي پي اې خبري اژانس د پېښې د یوه عیني شاهد له قوله ویلي، د طالبانو امنیتي ځواکونو د روسیې سفارت ته غځېدلې لاره تړلې او د ځینو سیمه‌ییزو رسنیو انځورونه ښيي چې د کابل په دارالامان سیمه کې امبولانسونه د پېښې د ځای پر لور روان دي.

روسیه یو له هغو څو هېوادونو څخه ده چې د تېر کال د دوبي په نیمایي کې یې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته په کابل کې خپل سفارت پرانیستی پرېښی دی.

مسکو تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

خو په دې وروستیو کې روسي چارواکو له طالب چارواکو سره د تېلو او نورو توکو د لېږد په اړه خبرې کړي دي.

دا برید په داسې حال کې شوی چې د طالبانو د حکومت د سرپرستې کابینې د اعلان یو کال پوره کېږي.

طالبانو د تېر کال د اسد په ۲۴ مه نېټه کابل ښار یو ځل بیا ونیوه او تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد د دوی سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG