د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

د بايډن د ملي امنيت سلاکار: افغانستان کې دا ډاډمنوو چې بيا به د ترهګرو پټنځاي نه‌‌شي


د امریکا د منتخب ولسمشر جو بايډن ادارې د ملي امنيت سلاکار جک سولیوان
د امریکا د منتخب ولسمشر جو بايډن ادارې د ملي امنيت سلاکار جک سولیوان

د امریکا د منتخب ولسمشر جو بايډن ادارې د ملي امنيت سلاکار وايي، امریکا په افغانستان کې هغه ډيپلوماسي ډاډمنوي چې دغه هېواد بيا ځلي د ترهګرو په پټنځايونو بدل نه‌شي.

جک سوليوان تېره ورځ له سي اېن اېن ټلوېزیون سره په مرکه کې ويلي، دا د نوي ولسمشر تګلاره ده او په دې اړه به له افغان حکومت او نورو اړخونو سره خبرې کېږي.

سولیوان وايي امريکا له طالبانو سره په خپلې کړې هوکړه کې ويلي چې دغه ډله بايد له نورو ترهګريزو ګروپونو سره خپلې اړيکې پرې کړي او دا به د دوی په خبرو نه، بلکې په عمل کې ثابت شي او طالبان بايد له امريکا سره د شوې هوکړې پر بنسټ تاوتريخوالی کم کړي.

قطر کې د امریکا او طالبانو تړون
قطر کې د امریکا او طالبانو تړون

هغه په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې وايي: "د جو بايډن تر مشرۍ لاندې به په امريکا کې خپله پالېسي او امنيتي ستراتېژي ډاډمنوو، هغه دا چې افغانستان بيا هېڅکله د ترهګرو په پټنځايونو نه‌بدلېږي او موږ به دا ډاډ ترلاسه کوو چې امريکا ته به هېڅ ګواښ نه‌وي."

سوليوان وايي، طالبان اوس له افغان حکومت سره بايد د خبرو له لارې يوې هوکړې ته ورسېږي د دې لپاره چې په خبره‌يې، ښه فرصت ترلاسه شوی.

په ورته وخت کې افغان حکومت بیا له افغانستان نه نړۍ ته ګواښونه اوس هم پر ځای بولي او وايي چې د دې ګواښونو د له‌منځه وړلو لپاره به ګډه مبارزه کوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل: "موږ او امریکا چې سره ګډه همکاري لرو د شته ګواښونو پر وړاندې ګډه مبارزه کوو، دا تهدید وخت پر وخت ازرول کېږي، تر اوسه لیری شوی نه‌دی او پر وړاندې به‌يې زموږ ګډه مبارزه روانه وي."

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

طالبانو د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه ازادي راډيو ته څه نه‌دي ویلي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې تر دې وړاندې په کراتو د امریکا پر متحده ایالاتونو له دې کبله انتقاد شوی چې ګواکې له طالبانو سره‌یې د دوحې په هوکړه کې د افغانانو غوښتنو ته ډېر پام نه‌دی کړی، خو د امریکا متحده ایالاتونو بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې شوي پرمختګونه دوی ته هم مهم دي او دوی له افغانانو سره کړو وعدو ته ژمن پاتې کېږي.

XS
SM
MD
LG