د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

د لشکر طیبه یو لوړپوړی غړی ذکي‌الرحمان لکهوي پاکستان کې ونیول شو


ذکي‌الرحمان لکهوي
ذکي‌الرحمان لکهوي

پاکستاني چارواکي وایي، د لشکر طیبه وسله‌والې ډلې یو لوړپوړی مشر ذکي‌الرحمان لکهوي یې نیولی دی.

پاکستاني چارواکو د نوموړي تور د ترهګرو ډلو تمویل یاد کړی دی.

د پاکستان د پنجاب ایالت د ترهګرۍ ضد ادارې پرون (شنبه) وویل چې ذکي‌الرحمان لکهوي یې د لاهور ښار په ختیځ کې نیولی دی.

د دغې ادارې ویاند ویلي، لکهوي له خلکو د روغتیایي خدمتونو په نوم پیسې راټولې کړي او پر پوځي فعالیتونو یې لګولې دي.

ویل کېږي چې لکهوي د لشکر طیبه له لوړپوړو غړو څخه دی، هغه ډله چې د هند او امریکا له‌خوا د ممبی د ۲۰۰۸ کال خونړیو بریدونو مسؤله بلل شوې.

په دغو بریدونو کې چې د ممبی په څو ځایونو کې وشول د یو شمېر امریکایانو په ګډون ۱۱۶ تنه ووژل شول.

له دغو بریدونو څو ورځې وروسته ذکي‌الرحمان لکهوي ونیول شو، خو ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان د یوې محکمې له‌خوا بېرته خوشې شو.

د پاکستاني پولیسو له لوري د لکهوي نیول کېدل
د پاکستاني پولیسو له لوري د لکهوي نیول کېدل

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نوموړی د افغانستان، عراق، چچن او بوسنیا په جګړو کې په لاس لرلو تورن کړی دی.

هند له ډېره وخته د نوموړي د نیولو هڅه کوله. اوس ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د لکهوي محاکمه په پنجاب ایالت کې ترسره شي.

لشکر طیبه له القاعده شبکې سره تړلې وسله‌واله ډله بلل کېږي او دوی تر ډېره د کشمیر لانجمنه سیمه کې د هندي ځواکونو پر ضد جنګېږي.

هند او افغانستان تل پاکستان تورن کړی چې د لشکر طیبه ملاتړ کوي، خو پاکستان بیا دا تورونه رد کړي دي.

د پاکستان یوې محکمې شاوخوا درې میاشتې مخکې د لشکر طیبه بنسټ ایښودونکی حافظ سعید د ترهګرو د مالي ملاتړ په جرم په پنځه نیم کاله بند محکوم کړ او نوموړی دا مهال هلته د بند شپې ورځې تېروي.

د لشکر طیبې بنسټ ايښودونکی حافظ سعید
د لشکر طیبې بنسټ ايښودونکی حافظ سعید

سعید د امریکا د عدلیې وزارت له‌خوا د ترهګر په توګه معرفي شوی او د موندلو لپاره‌یې ۱۰ میلیونه ډالر انعام ټاکل شوی و.

XS
SM
MD
LG