د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

د سپټمبر ۱۱مه؛ ایا په افغانستان کې د القاعده وسله‌واله ډله ځپل شوې؟


د القاعده شبکې مشران
د القاعده شبکې مشران

نن جمعه د سپټمبر ۱۱مه، د امریکا په نیویارک ښار کې د سترو بریدونو له ۱۹مې کالیزې سره برابره ده.

امریکا ۱۹ کاله وړاندې د ترهګرۍ ترڅنګ د القاعده وسله‌والې ډلې د ځپلو په هدف په افغانستان برید وکړ.

  • اوس چې شاوخوا دو لسیزې د امریکا له حضوره په افغانستان کې تېرېږي او هم‌مهاله د سولې خبرې هم روانې دي ایا القاعده وسله‌واله ډله ځپل شوې؟

القاعده شبکې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې دوه مساپر وړونکې الوتکې د نیویارک له سوداګریزو مرکزونو او پنټاګون له ودانیو سره وجنګولې.

دغه برید کې یې شااوخوا ۳،۰۰۰ کسان ووژل شول.

د امریکا د وخت ولسمشر جورج بوش له دې برید وروسته افغانستان ته د القاعدې شبکې د ځپلو په هدف خپل پوځیان راولېږل.

هغه مهال امریکايي رسنیو خبر ورکړ چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې دی.

اسامه بن لادن
اسامه بن لادن

په افغانستان کې د امریکا نږدې ۲۰ کلن حضور یو ستر هدف له ترهګرۍ سره مبارزه او د القاعده شبکې ځپل و.

خو له دې مبارزې وروسته اوس هم افغانستان هغه هېواد دی چې په ۱۳ ولایتونو کې یې د القاعده شبکې جنګیالي له طالبانو سره ګډ فعالیت کوي.

په حکومت کې یوه باخبره امنیتي سرچینه چې رسنیو سره د خبرو اجازه نه‌لري، د نوم نښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل، القاعده وسله‌واله ډله سره له دې چې په یادو ولایتونو کې له طالبانو او حقاني ډلې سره اړیکې لري هم‌مهاله په سیاسي، پوځي، مالي او مشورې برخو کې هم ورسره پوره همکاري کوي.

د دې سرچینې په خبره، سره له دې چې طالبانو له امریکا سره په دې برخه کې ژمنه کړې وه، خو اوس هم طالبان د القاعده ډلې سره په مالي، ایډیولوژیکي او تسلیحاتي برخو کې همکاري لري او ان تر دې چې په ځینو مواردو کې یې همکاري زیاته شوې هم ده.

دغه سرچینه وايي، د القاعده ډله اوس‌مهال د لشکر طیبه وسله‌والې ډلې سره په همکارۍ د پراخېدو په حال کې ده.

سرچینه همداراز وايي چې د القاعده شبکه اوس‌مهال په افغانستان کې شااوخوا ۵۰۰ جنګیالي لري.

د دې سرچینې د معلوماتو له مخې د القاعده شبکې مشري د سیمې په کچه ایمن‌الظواهري او د افغانستان په کچه‌یې شیخ فاروق المصري کوي.

ایمن‌الظواهري
ایمن‌الظواهري

مخکې له دې د ملګرو ملتونو سازمان او په ځلونو امریکايي چارواکو ویلي چې طالبانو له القاعده سره خپلې اړیکې نه‌دي پرې کړي.

تازه د امریکايي قواوو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وايي جنرال فرانک مکنزي د تېرې چهارشنبې په ورځ له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې طالبانو لا هم په څرګند ډول نه‌ده ثابته کړې چې له القاعده سره‌یې اړیکې پرې کړي او لا هم د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد حملو ته دوام ورکوي.

د امریکا او طالبانو د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د موافقې پر اساس، طالبان باید له القاعده او نورو ترورېستي ډلو سره اړیکې پرې کړي.

جنرال فرانک مکنزي
جنرال فرانک مکنزي

له دې سره هم‌مهاله ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وايي، افغانستان چې هغه مهال د القاعده وسله‌والې ډلې مرکز و هغه د تاریخ یوه شرموونکې پاڼه وه.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل: "افغانستان د ۲۰۰۱ کال وروسته د ترهګرو مزکر ګرځېدلی و چې په دې کې طالبان او القاعده ډلې شاملې وې، دې ډلو نه‌یوازې افغانستان، بلکې ټولې نړۍ ته ګواښ پېښ کړی و چې تاسو یې د سپټمبر ۱۱مه بېلګه ولیدله، دغه حالت زموږ د هېواد او خلکو لپاره یو تاریخي شرم و."

د ښاغلي صدیقي په خبره، د ۲۰۰۱م کال راپدېخوا کله چې نړېواله ټولنه افغانستان ته راغله افغانانو د تاریخ نوې پاڼه پرانیستله.

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي
  • خو اوس پوښتنه دا ده چې د القاعده وسله‌واله ډله په افغانستان کې ځپل شوې کنه؟

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوانی مرستیال افضل امان له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، د ۱۹ کلونو په تېرېدو سره دغه ډله اوس هم د افغانستان لپاره یو ستر ګواښ بلل کېږي.

ښاغلی امان وايي: "داسې اټکل کېده چې د اسامه بن لادن له مړینې سره به القاعده له‌منځه لاړه شي، هغه وخت د همدې هدف لپاره نړیواله ټولنه افغانستان ته راغله، خو نن نه یوازې القاعده نه، بلکې نورې ډلې د القاعده په نوم خپل ترهګریز فعالیتونه پر مخ وړي، همدغه ډلې یوازې د خپلو جامو په بدلولو سره د طالبانو ترڅنګ اوس هم جنګ کوي."

ښاغلی امان وايي، هغه مهال چې نړیوال د دې ډلې یا په ټوله کې د ترهګرو د ځپلو لپاره افغانستان ته راغلي و هغه تمه چې ترې کېده هغه پوره نه‌شوه.

افضل امان
افضل امان

خو د افغانستان دفاع وزارت بیا د القاعده ډلې د څپلو خبره کوي.

د دې وزارت ویاند فواد امان له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "په ټوله کې القاعده وسله‌واله ډله په افغانستان کې ځپل شوې او هغه قوماندان او لوړپوړي کسان‌یې چې په افغانستان کې و هغه ټول د افغان امنیتي ځواکونه له لوري وژل شوي دي، خو اوس هم دغه ډله د هېواد په ځیني برخو کې تیت فعالیت لري."

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال د میزان میاشتې په ۱۷مه نېټه د هندوستان قارې لپاره د القاعده نومول شوی مشر عاصم عمر د هلمند په موسی قلعه ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو له لوري ووژل شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG