د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

د اسامه بن لادن په شهید بللو پر عمران خان انتقادونه


د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان پر صدراعظم عمران خان په دې خاطر چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن‌یې شهید وباله، سخت انتقادونه وشول.

عمران خان دا خبره د پنجشنبې په ورځ (جون ۲۵) د پارلمان په غونډه کې چې بهیر یې د ټلوېزیون له لارې خپرېده، له امریکا سره د خپل هېواد د اړیکو په اړه د خبرو په مهال وکړه.

د پاکستان صدراعظم وویل، کله چې د امریکا ځانګړو ځواکونو په ۲۰۱۱ م کال په خېبر پښتونخوا ایالت کې بن لادن وویشت، "هغه‌یې شهید کړ."

ده په پاکستان کې د بن لادن وژل کېدا د پاکستان لپاره په نړیواله کچه شرم وباله، ویې‌ویل چې له دې پېښې وروسته د نړۍ خلکو پاکستان ته بد رد وویل.

ده په ابټ‌اباد کې د بن لادن پر پټنځای د امریکايي ځواکونو حملې ته په اشارې وویل چې پر پاکستان‌یې یرغل وکړ او بیا یې په دې خاطر وغانده چې پاکستان بن لادن په هغه موده کې چې په پاکستان کې و، نه‌و سپارلی.

د پاکستان ابټ‌اباد کې هغه کور چې اسامه بن لادن په‌کې ووژل شو.
د پاکستان ابټ‌اباد کې هغه کور چې اسامه بن لادن په‌کې ووژل شو.

سره له دې چې تر دې مخکې هم ځینو پاکستاني سیاستوالو د بن لادن پر پټنځای د امریکا حمله غندلې او هغه‌یې د پاکستان پر ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت تېری بللی، خو دا لومړی ځل دی چې د دغه هېواد یو تر ټولو جګپوړی چارواکی پر امریکا د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د ترورېستي حملو اصلي طراح ستايي.

پاکستان رسماً د بن لادن د اوسېدو او پټېدو له ځایه انکار کاوه، خو ځیني وايي چې د دغه هېواد استخباراتي اداره ښايي له دې خبره وه چې بن لادن په کوم ځای کې دی او له دې ترورېستي شبکې سره‌یې د افغانستان د پالېسۍ په لړ کې همکاري کوله.

عمران خان چې انتقاد کوونکي یې ځیني وخت په دې خاطر چې د طالبانو او سختدریځو ډلو ملاتړ کوي «طالبان خان» بولي، په پارلمان کې له خبرو وروسته د اپوزېسیون او په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو د انتقادونو له بمباران سره مخامخ شو.

د پاکستان د دفاع او بهرنیو چارو پخواني وزیر خواجه اصف په پارلمان کې د عمران خان پر څرګندونو په غبرګون کې وویل چې بن لادن ترورېست و، خو زموږ صدراعظم شهید وباله.

خواجه اصف
خواجه اصف

خواجه اصف چې د نواز شریف د مسلم لیګ ګوند یو مشر دی، همداراز وویل بن لادن د زرګونه انسانانو په وژلو کې لاس درلود.

د پیپلز ګوند ویاند سناتور مصطفی کوکهر عمران خان د پاکستان د ملي امنیت لپاره ګواښ وباله.

په واشنګټن کې د وېلسن سنټر په نوم د څېړنیز مرکز د اسیايي پروګرام مرستیال رئیس مایکل کوګلمن پر خپله ټویټرپاڼه کښلي «د عمران خان له لوري د بن لادن شهید بلل، د پاکستان دې هڅې ته سخت زیان اړوي چې وايي دا هېواد نور د ترورېزم ملاتړ نه‌کوي.

XS
SM
MD
LG