د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۳۲

عاصم عمر څوک و او څه ډول ووژل شو؟


Afghanistan - Asim Omar Al Qaeda leader for Indian subcontinent killed in Helmand province of Afghanistan, udated عاصم عمر
Afghanistan - Asim Omar Al Qaeda leader for Indian subcontinent killed in Helmand province of Afghanistan, udated عاصم عمر

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د سه ‌‌‌شنبې په ورځ (میزان ۱۶مه) وویل، د هند نیمه لویې وچې لپاره یې د القاعده مشر عاصم عمر د هلمند ولایت په موسی قلعه ولسوالۍ کې وژلی دی.

ملي امنیت ریاست په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، عاصم عمر یې اووه ‌لس ورځې وړاندې په نښه کړ.

خو عاصم عمر څوک و، له القاعده ډلې سره یې کله او څه ډول اړیکي پیدا کړه، افغانستان ته کله راغی، طالبانو ته څومره مهم و او هغه عملیات چې دی په کې ووژل شو، څه ډول پلان شوي و؟

ازادي راډیو ته د ملي امنیت ریاست یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط په دې اړه معلومات ورکړي.

پېژندنه:

عاصم عمر هندي الاصله پاکستانی و، یعنې هغه په هند کې زېږېدلی و، خو کورنۍ یې بیا د پاکستان سند ایالت ته کډه شوه. هغه ۵۳ کاله عمر درلود او د خپل عمر ډېره برخه یې د پاکستان په کراچۍ ښار کې تېره کړې وه.

سرچینې ازادي راډیو ته وویل، د دوی د معلوماتو له‌مخې، عاصم دوه مېرمنې لري چې دواړه پاکستانۍ دي، خو کومه مېرمن یې چې له ده سره افغانستان ته راغلې، بي بي ثروت نومېږي، خو سرچینه د هغې د اولادونو او د ده کورنۍ د نورو غړو په اړه نور جزییات ورنه کړل.

له القاعده سره د عاصم عمر اړیکه:

عاصم عمر لومړی په پاکستان کې له ترهګرو ډلو سره اړیکه پیدا کړه. دی لومړی د حزب مجاهدین او بیا لشکر طیبه ترهګرو ډلو سره همکار و، خو له دې کبله چې د القاعده ډلې د غړیتوب ټول شرایط یې پوره کړي و او همدا ډول حزب مجاهدین او لشکر طیبه ډلې له القاعده سره نږدې اړیکې درلودې او ان مالي مرسته یې ورسره کوله، ډېر ژر دې ډلې ته راغی.

سرچینه وايي، عاصم عمر په القاعده ډله کې د ښه نفوذ او تر څنګ یې د دې ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن سره د ښو اړیکو د لرلو له امله، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د دې ډلې د اوسني مشر ایمن الظواهري له‌خوا د هند د لویې وچې لپاره مشر وټاکل شو.

سرچینه وايي، هغه د ترهګرۍ اړوند زده‌کړې په پاکستان کې کړي، په پاکستان کې د لشکر طیبه او حزب مجاهدین سربېره، د حقاني شبکې سره هم نږدې پاتې شوی دی.

طالبانو سره اړیکي او افغانستان ته راتګ:

د ملي امنیت عمومي ریاست یوه سرچینه وايي، طالبان او القاعده سره خورا نږدې او پیچلي اړیکي لري. د سرچینې له قوله، په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د دې دوو ډلو ترمنځ روابط د دوو بنسټونو له ادرسه و، خو کرار کرار دا اړیکي ډېرې نږدې شوې، په دې مانا چې د طالبانو او القاعده قوماندانو ترمنځ له قاچاق د پیسو تر راکړې ورکړې او ان خپلوۍ پورې ورسېدې.

سرچینه وايي، د القاعده او طالبانو یو شمېر قوماندانان ان په دې فکر دي، که د طالبانو مشر له القاعده ډلې سره د اړیکو پرېکون اعلان او پر ضد یې وسله پورته کړي، دا تماسونه به پرې نه شي.

سرچینه زیاتوي، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د هند نیمه لویې وچې لپاره د مشر په توګه د عاصم عمر له ټاکل کېدو وروسته، هغه هڅه پیل کړه چې افغانستان ته راشي او د دې راتګ لپاره طالبانو زمینه برابره کړه، تر دې چې هغه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې افغانستان ته راغی او د هېواد په لویدیځو ولایتونو کې مېشت شو.

سرچینه زیاتوي، د القاعده ستر بستر، د ترهګرو روزن‌ځایونه او د جذب مرکزونه هم تر ډېره، د جنوب او جنوب لویدېځې حوزې هلمند، زابل، کندهار، فراه، غزني او نیمروز ولایتونه دي.

د سرچینې له قوله، عاصم عمر خپلې اړیکې د کویټې شورا له ادرسه طالبانو سره لا پیاوړي کړل او د دې اړیکو په جوړولو کې د کویټې شورا مالي مسوول ملا ګل اغا، صدر ابراهیم چې د کویټې شورا او ایران ترمنځ د اړیکو جوړولو مسوول دی او ملا نعیم بړېڅ مهم رول ولوبوه. سرچینه زیاتوي، عاصم عمر همدا ډول له ملا مزمل سره چې د طالبانو رژیم د دفاع وزارت مرستیال و او دوه ورځې وړاندې په غزني کې ووژل شو، نږدې اړیکې درلودې او تر ډېره یې د پیسو په زور دا کسان پر ځان مات کړي وو.

سرچینه وايي، عاصم عمر د غزني ولایت په سقوط او ترڅنګ یې د فراه ولایت په وروستي برید کې لاس درلود او ان خپل یو شمېر وسله‌وال یې چې دوی یې کمانډو بولي، دې بریدونو ته وراستولي وو.

سرچینه وايي، طالبان اوس هم له القاعده ډلې سره ډېر نږدې اړیکې لري او له مالي سرچینو یې ګټه اخلي. د سرچینې په خبره، د طالبانو د جګړې فرهنګ د القاعده ډلې دی او ان د ځانمرګي بریدونو لومړنۍ زده‌کړې هم همدې ډلې ورکړې دي.

سرچینه وايي، طالبان فکر نه کوي چې القاعده ډله به یې ځای‌ ناستې شي، ځکه د دې ډلې په جګړه‌ییز فرهنګ چې د قدرت نه خوښول دي، باور لري، نو ځکه غواړي ورسره نږدې پاتې شي او یوازې یې له مالي سرچینو او نورو برخو ګټه واخلي.

د عاصم عمر پر ضد د عملیاتو پلان:

د ملي امنیت دغه سرچینه وايي، دوی په وروستیو کې کره معلومات تر لاسه کړل چې عمر د هلمند ولایت په دیشو، موسی قلعه او خاننشین کې تحرکات لري، خو وروستيو معلوماتو ثابته کړه چې دی موسی قلعه کې اوسېږي.

سرچینه وايي، د دې عملیاتو هدف د عاصم عمر تر څنګ د هغه او ایمن الظواهري ترمنځ د اړیکو پُل ابوریحان او د القاعده او طالبانو یو شمېر نور قوماندانان وو چې مدني، قریشي او کرامت نومېدل.

سرچینه دا هم وايي، د دې کسانو د نیولو لپاره دوه ډوله عملیات پلان شول، سیمې ته د ځمکې له لارې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو ورتلل او د هوا له لارې مرسته او برید.

د سرچینې په خبره، د سنبلې میاشتې په ۳۱ مه نېټه د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه د شپې لس بجې د موسی قلعه ولسوالۍ خاکسار سیمې ته ور ننوتل، چېرته چې عاصم عمر او ملګري یې په یوه کور کې پټ وو، خو سیمې ته په ورننوتو وسله‌‌والو جګړه پیل کړه او دوی هم مجبور شول چې برید وکړي.

د سرچینې له قوله، د دوی د معلوماتو له مخې، په همدې سیمه کې دوه ودونه و چې یو یې هم د طالبانو د یوه قوماندان د کورنۍ د غړیو و، نو ځکه ډېر ژر یو شمېر وسله‌وال د عاصم عمر او د هغه نورو ملګرو ته د مرستې په موخه سیمې ته ورسېدل، خو افغان ځواکونو برید وکړ او په پایله کې د عاصم عمر په ګډون ابوریحان، مدني، قریشي او کرامت ووژل شول.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دې عملیاتو د میزان میاشتې د لومړۍ نېټې د سهار تر ۹ بجو دوام وکړ او په پایله کې د یادو کسانو د وژل کېدو سربېره ۱۵ نور طالبان هم ووژل شول. سرچینه زیاتوي، همدا ډول په دې عملیاتو کې د القاعده ډلې اته نارینه او ۶ ښځې چې په کې د عاصم عمر مېرمن بي‌ بي ثروت هم شامله ده، ونیول شول.

سرچینه زیاتوي، نیول شوي کسان د ملي امنیت په بند کې دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې دا هر څه درواغ او د حکومت تبلیغات ګنلي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې یوازې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

امید زهیرمل

XS
SM
MD
LG