د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

واشنګټن پوسټ: طالبانو لاهم له القاعده سره اړیکې نه دې پرې کړي

طالبانو له امریکایي پلاوي سره په دوحې کې د مذاکراتو پرمهال ډاډ ورکړی و چې له القاعده سره به د سولې تر موافقې مخکې اړیکي پرې کوي، خو د ورځپاڼې په باور د هلمند له پېښې داسې ښکارې چې دا ژمنه ډېره لرې ده.

واشګتن پوسټ:

واشګتن پوسټ ورځپاڼه تر دې سرلیک لاندې لیکنه لري "طالبانو لاهم له القاعده سره اړیکې نه دې قطع کړي".

دا مقاله په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني او د اتلانتیک شورا جګپوړي غړي جاوید احمد په ګډه لیکلې ده.

د مقالې په پيل کې راغلې دي چې تیره میاشت افغان او امریکایي ځواکونو د هند په نیمه وچه کې د القاعده شبکې مشر عاصم عمر په هلمند کې په نښه کړ. په دغو عملیاتو کې هغه طالب ووژل شو چې د عاصم عمر پيغامونه یې لیږدول.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په ټویټر کې لیکلي دي چې عاصم عمر او د القاعده شپږ تنه نور د سپتمبر د ۲۳ په برید کې په موسی قلعه ولسوالي کې وژل شوي دي.

واشنګتن پوسټ لیکي، دې پیښې د طالبانو د ژمنو په اړه چې د قطر د سولې د خبرو پرمهال یې کړې وې، جدي سوالونه پيدا کړل.

طالبانو له امریکایي پلاوي سره په دوحې کې د مذاکراتو پرمهال ډاډ ورکړی و چې له القاعده سره به د سولې تر موافقې مخکې اړیکي پرې کوي، خو د ورځپاڼې په باور د هلمند له پېښې داسې ښکارې چې دا ژمنه ډېره لرې ده.

واشنګټن پوسټ لیکي، القاعده او طالبان چې له نژدې ۲۳ کلونو راهیسې سره همکاري کوي او طالبان په افغانستان کې د القاعده په ګډون په سیمه کې د القاعده له ټولو ملاتړیو سره همکاري کوي.

ډیپلومات:

د لویدیځ بلې خپرونې ډیپلومات بیا په خپل سرلیک کې دا پوښتنه کړې "هغه څه چې پاکستان یې تل په لټه کې دی ترلاسه کولی یې شي؟"

د طالبانو پلاوی د دوی د قطر د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ تېره اونۍ په اسلام اباد کې و.

ډیپلومات لیکي، دغه پلاوي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د سولې د لغوه شویو مذاکراتو په اړه خبرې وکړې چې څنګه کیدای شي بیا د طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ خبرې پیل شي.

د خپرونې په وینا، دا هڅې د پام وړ ښکارې. ډیپلومات بیا لیکي، طالبانو په داسې وخت کې اسلام اباد ته مخه کړه چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په پاکستان کې و.

د ډیپلومات په باور، د دې سربیره داسې راپورونه هم خپاره شوې دي چې طالبانو په اسلام اباد کې له زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

خپرونه لیکي، دا په دې معنی ده چې واشنګتن په یوازې سر د سولې د دریدلو خبرو د بیا پیلیدو پریکړه نه ده کړې، پاکستان هم په دې هڅه کې شامل شوی دی.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپټمبر په لومړیو کې له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې

XS
SM
MD
LG