د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

د افغانستان دفاع وزارت: طالبان لا هم القاعده سره اړیکې لري


د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي د مخالفینو پروړاندې یې خپل پوځي عمليات شديد کړي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي د مخالفینو پروړاندې یې خپل پوځي عمليات شديد کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، طالبان لا هم د القاعده په څېر "تروريستي" ډلو سره اړيکې لري.

ددغه وزارت چارواکي داسې مهال دا خبره کوي چې د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست پرون د هلمند په موسى قلعه ولسوالۍ کې د هند د نيمې وچې لپاره د القاعده شبکې د مشر عاصم عمر د وژل کېدو خبر تاييد کړ.

په قطر کې د سولې د مذاکرو پر مهال طالبانو ډاډ ورکړى و چې له القاعده شبکې سره به د سولې تر موافقې مخکې اړيکې پرې کوي.

ملي امنیت پرون ويلي، عاصم عمر چې په خټه پاکستانى دى، د القاعده شبکې له ٦ نورو غړو سره يوځاى د افغان او امريکايي ځواکونو په هغو ګډو عملياتو کې وژل شوى چې د سپټمبر پر ٢٣مه شوي وو.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند وايي دا پېښه ثابتوي چې وسلوال طالبان لا هم د القاعده په څېر تروريستي شبکو سره اړيکې لري.

روح اله احمدزي تېره شپه ازادۍ راډيو ته وويل، د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه به د دغو وسلوالو پرضد اقدامات کوي.

"دا چې د جنوبي اسيا لپاره د القاعده شبکې مشر د هلمند ولايت په موسى کلا ولسوالۍ کې وژل کېږي. دى [د طالبانو] په قرارګاه يا مرکز کې ساتل کېده، دا په دې معنى چې دوى د پخوا په څېر نږدې اړيکې سره لري؛ خو د افغانستان د دفاعي او امنيتي ځواکونو دنده دا ده چې د افغانستان د خلکو، هېواد او خاورې دښمنان چې هر ځاى وي او هره ډله چې وي، که هر څومره ډلو سره دوى [طالبان] ارتباط ولري، موږ به يې په تعقيب کې يو او دوى به له منځه وړو، لکه څنګه چې د دوى مشر له منځه يووړل شو."

قاري يوسف احمدي چې ځان د طالبانو وياند معرفي کوي، تېره شپه په يوه اعلاميه کې ويلي، په هلمند د القاعده د يوه مشر وژل کېدل حقيقت نه لري.

د افغانستان استخباراتو پرون تائید کړه چې عاصم عمر د القاعده شبکې له ٦ نورو غړو سره يوځاى د سپټمبر په ۲۷مه په موسی قلعه کې د افغان او امريکايي ځواکونو په ګډو عملياتو کې وژل شوى.
د افغانستان استخباراتو پرون تائید کړه چې عاصم عمر د القاعده شبکې له ٦ نورو غړو سره يوځاى د سپټمبر په ۲۷مه په موسی قلعه کې د افغان او امريکايي ځواکونو په ګډو عملياتو کې وژل شوى.

په قطر کې د سولې د مذاکرو پر مهال طالبانو ډاډ ورکړى و چې له القاعده شبکې سره به د سولې تر موافقې مخکې اړيکې پرې کوي.

يوې امريکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ خبر ورکړى چې القاعده شبکه او طالبان له نږدې ٢٣ کلونو راهيسې په خپلو کې همکاري کوي.

خو طالبان له القاعده او نورو افراطي ډلو سره د خپلو اړيکو خبرونه نه تائیدوي.

په هلمند ولايت کې د القاعده شبکې د غړو د وژل کېدو خبرونه مخکې هم ورکړل شوي دي.

د لانګ وار ژورنال خپرونې په حواله، د ۲۰۱۷ کال په اګست میاشت کې هم د عملیاتو پرمهال د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې د القاعده څو غړي وژل شوي وو.

ملګرو ملتونو په ٢٠١٨ میلادي کال په يوه راپور کې ويلي وو چې په افغانستان کې له طالبانو او نورو تروریستي ډلو سره د القاعده شبکې اتحاد برحال پاتې دى.

د لانګ وار ژورنال خپرونې په حواله، له ځينو راپورونو داسې ښکارې چې د هند د نیمې وچې القاعده شبکې له ۲۰۱۵ کال راوروسته په هلمند کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي.

ځينو امريکايي خپرونو په غزني ولايت کې هم د القاعده شبکې د فعاليت په اړه راپورونه ورکړي دي.

د افغانستان حکومتي چارواکو ويلي، چې په دغه هېواد کې شااوخوا ٢٠ تروريستي ډلې فعالې دي.

د افغانستان امنيتي ځواکونه وايي د دغو وسلوالو په وړاندې يې خپل پوځي عمليات شديد کړي دي.

د ميدان وردګ امنيه قوماندان مل پاسوال محمد ويس صميمي تېره شنبه ازادۍ راډيو ته وويل، يوازې په دغه ولايت کې په تېرو شپږو مياشتو کې د دولت تر ٦٠٠ زياتو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG