د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

نشنل انټرسټ: القاعده بیا سر اوچتوي، خو هېڅوک‌یې په فکر کې نه‌دي


ارشیف: نړیوالۍ ورځپاڼې
ارشیف: نړیوالۍ ورځپاڼې
  • امریکايي نشنل انټرسټ

امریکایي نشنل انټرسټ خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې یو مطلب خپور کړی چې سرلیک‌یې دی، "القاعده بیا سر اوچتوي خو هېڅوک‌یې په فکر کې نه‌دي."

د خپرونې اشاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستي راپور ته ‌ده چې ویلي دي، القاعده شبکه بیا د پیاوړي کېدو په حال کې ده او له طالبانو سره په ګډه د دسیسو په جوړولو لګیا ده. امنیت شورا وايي چې طالبانو له دې ډلې سره خپلې اړیکې نه‌دي پرې کړي او د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د دې ډلې څلور-پنځه سوه جنګیالي اوس‌مهال فعال دي، خو طالبانو دا راپور رد کړی دی.

خپرونه همدې راپور ته اشاره کوي او لیکي چې القاعده په افغانستان، یمن او سومالیا کې پټه شوې او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته سترګې په لاره ده.

په مطلب کې راغلي، د القاعده وژل شوي مشر اسامه بن‌لادن ۱۰ کاله مخکې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو اټکل کړی و. د هغې موافقې له مخې چې د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوه، امریکايي ځواکونه باید د ۱۴ میاشتو په ترڅ کې له افغانستانه ووځي، خو په دې شرط چې طالبان د ترورېزم پر ضد د مبارزې ضمانت ورکړي.

متحده ایالاتو ویلي، تر هغه وخته چې دا ډاډ ترلاسه نه‌کړي چې افغانستان بیا د نړیوالو ترورېستانو په ځاله نه‌بدلېږي په دې هېواد کې به خپل پوځي حضور ته دوام ورکړي.

د مطلب په پای کې راغلي چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د القاعده او په دې وروستیو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد هم جګړه کوي. لیکوال د هغو تحلیلونو یادونه کوي چې وايي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به له دې درېیو افراطي ډلو سره د واشنګټن ځواک کمزوری کړي.

  • ډېلي مېل

ډېلي مېل انلاین خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې په کابل کې د افغان حکومت له چارواکو سره د خبرو لپاره د طالبانو تیاري ته کتنه کړې ده او لیکي چې دې ډلې له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره چې د مطلب د لیکوال په اند د افغانستان د سولې د راتلونکو پړاوونو پر لور مهم ګام دی پر خپلې اجنډا کار پیل کړی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد چې د واشنګټن د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو هڅه کوي، سیمې ته د وروستي سفر په ترڅ کې افغانستان، قطر او پاکستان ته سفرونه کړي.

د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې له مخې د مارچ تر ۱۰مې نېټې پورې افغان حکومت باید د طالبانو پنځه زره او طالبان باید د حکومت زر بندیان خوشې کړي وی، خو دا بهیر د دواړو خواوو ترمنځ د یو لړ اختلافونو له کبله تر اوسه نه‌دی بشپړ شوی.

دا هم نه‌ده معلومه چې ایا بین‌الافغاني مذاکرات که پیل شي، نو په کوم ځای کې به وي.

ډېلي مېل انلاین د هغو راپورونو یادونه کوي چې د طالبانو د سرچینو په حواله، خو د نوم نه‌ښودلو په شرط خپاره شوي دي او په هغو کې یې تأیید کړې چې دا ډله له افغان حکومت سره خبرو ته چمتووالی نیسي.

XS
SM
MD
LG