د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

ډیلي بیسټ: کلنټن د اسامه بن لادن د وژلو مخه نیولې وه


اسامه بن لادن
اسامه بن لادن
  • ډیلي بیسټ

ډیلي بیسټ ورځپاڼې له ۲۰۰۱ کال مخکې د القاعده شبکې او د مشر اسامه بن لادن په وړاندې یې د امریکایي چارواکو په چلند یوه مقاله لیکلې.

په مقاله کې د امریکا د استخباراتي مامورینو په حواله راغلي، دوی کولای شوای د ۲۰۰۱ کال د سېپټېمبر له یوولسمې پېښې مخکې اسامه ووژني او پر امریکا د دغې شبکې د برید مخنیوي وکړي، خو د سي.ای.اې چارواکو ویلي، پخواني ولسمشر بل کلنټن یې د دې کار مخه ونیوله.

په مقاله کې راغلي، بل کلنټن پر امریکا د القاعده شبکې له بریده لس ساعته وړاندې یوه وینا کې ویلي، ده کولای شوای اسامه بن لادن ووژنی، خو که یې پر هغه برید کړی وای، کندهار ښار به ویجاړ شوی و او درې سوه بې ګنا ښځې او ماشومان به وژل شوي وو.

ډیلي بیسټ دغه مقاله د( لانګیست وار) په نوم یوه نوي مستند فلم کې د سي.ای.اې د چارواکو د خبرو پر بنسټ خپره کړې ده.

په پاکستان کې د سي.ای.اې پخوانی مشر باب ګرینیر دغه فلم کې وايي، دوی یو ځل هلته د قبایلي شبکو په مرسته خبر ترلاسه کړ چې د بن لادن کاروان په یوه سړک تېرېږي.

ګرنیر ویلي، دوی کولای شوای د ماین په ایښودو بن لادن له منځه یوسي، خو وایي، که دا کار یې کړی وای، د بند له ګواښ سره مخ کېده.

مقاله کې راغلي، امریکایي چارواکو له خپلو استخباراتو غوښتي و چې اسامه ژوندی ونیسي، د سي.ای. اې یوه پخواني مامور ویلي، په دې امر سره د القاعده شبکې په وړاندې مبارزه کې د دوی یو لاس تړل شوی و.

د مقالې په پای کې راغلي، په نوي یمه لسیزه کې امریکایي ولسمشر بل کلنټن او د امریکا نورو امنیتي ادارو القاعده شبکه د ځان په وړاندې لوی ګواښ نه بلله.

  • نېشنل انټریسټ

کرونا ویروس افغانستان یوه سیاسي کړکېچ ته بیایي، دا د نېشنل انټریسټ خپرونې د یوې تحلیلي مقالې سرلیک دی.

په مقاله کې راغلي، د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې ګرځبندیز لګیدلی، خو د مقاله لیکونکي په باور، بې وزله افغانان لکه د نړۍ د نورو فقیرانو په څېر یو انتخاب لري، یا به له لوږې مري او یا به هم له کرونا.

په مقاله کې راغلي، افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د کرونا پېښه په هرات ولایت کې رامنځته شوه، هغه ولایت چې له ایران سره ګډه پوله لري.

مقاله لیکونکی وایي، اوس د افغانستان ۲۷ ولایتونو ته کرونا ویروس خپور شوی، خو د دغه هېواد د واک پر سر سیاسي نانندرۍ لا په خپل ځای دي.

مقاله کې وړاندې راغلي، په داسې حال کې چې کرونا نړۍ له لویې ویجاړۍ سره مخ کړې، ښه داده چې د افغانستان سیاسي مشران خپل منځي اختلافات هوار کړي او طالبان جګړه و دروي.

مقاله کې راغلي، کرونا افغانستان کې داسې مهال د خپرېدو په حال کې ده چې دغه هېواد کې هرو لسو زرو کسانو ته یوازې درې ډاکتران شته.

لیکوال اندېښنه څرګنده کړې چې ګرځبندیز او قرنطین به د هغو افغانانو شمېر زیات کړي چې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG