د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

د اسامه بن‎لادن موندونکی ډاکتر «شکیل افریدي» وایي ټولو هېر کړی


هغه پاکستانی ډاکتر چې د القاعده د مؤسس اسامه بن‌لادن په موندلو کې یې له امریکا سره مرسته کړې وه وایي، ټولو هېر کړی دی.

ډاکتر شکیل اپرېدي له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې د پاکستان په زندان کې شپې ورځې تېروي.

هغه مهال چې ده د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن په اړه معلومات امریکا ته ورکړي وو، د واکسین د یوه فعال په نوم‌یې دغه پټ معلومات راټول کړي وو.

د اسامه بن‎لادن موندونکی ډاکتر شکیل اپرېدی
د اسامه بن‎لادن موندونکی ډاکتر شکیل اپرېدی

د اسوشیټېډ پرس اژانس د راپور له مخې امریکایان ښایي تعجب وکړي چې پاکستان ولې هغه کس چې د سپټمبر د ۱۱مې د ترورېستي حملو د اصلي طراح په موندلو او له‎منځه وړلو کې مرسته کړې بندي کړی، خو پاکستانیان بیا دې قضیې ته له بل اړخه ګوري او دا پوښتنه کوي چې ولې د امریکا متحده ایالاتو له هغه اعتماده چې پاکستان پرې کړی و، ناوړه استفاده وکړه او د شپې له‎خوا په ترسره شویو عملیاتو سره‌یې چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو لپاره د شرم وړ وو، د دې هېواد له ملي حاکمیته سرغړونه وکړه.

په واشنګټن کې د وودرو وېلسون په تحقیقاتي مرکز کې د اسیا د برخې مرستیال مایکل کوګلمن وایي، د شکیل اپرېدي کیسه د امریکا-پاکستان د اړیکو یوه ډېره ښه بېلګه ده، د هغو اړیکو چې تل له کړکېچه ډکې او بې‌اعتمادۍ پرې سیوری غوړولی چې د ده په وینا دې مسئلې د ترهګرۍ په وړاندې هڅې هم له ګواښ سره مخ کړې دي.

مایکل کوګلمن
مایکل کوګلمن

د اسوشیټېډ پرس په لیکنه امریکا داسې انګېري چې هغه مالي مرسته چې د طالبانو په وړاندې پوځي هڅو کې د همکارۍ په خاطر یې پاکستان ته ورکوي، کافي ده چې ډاکتر اپرېدي له زندانه خوشې کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۱۶ میلادي کال په اپرېل میاشت کې د ولسمشرۍ لپاره د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې فاکس نیوز ټلوېزېون ته ویلي و چې دی به په دوو دقیقو کې ډاکتر اپرېدي له زندانه وباسي، ځکه د ده په وینا موږ پاکستان ته زښته زیاته مرسته ورکوو.

محمد امیر رانا چې په اسلام‎اباد کې د پاکستان د سولي د خپلواک انسټټیوټ مشر دی وایي، د امریکا او پاکستان په اړیکو کې بې‌اعتمادي له ډېرې پخوا راهیسې موجوده ده او هغه تر هغو نه‎شي لیرې کیدای چې دواړه هېوادونه له یو بل څخه پر غوښتنو له سره غور ونه‎کړي، یو د بل امنیتي اندېښنې ونه‌پېژني او هم د افغانستان د جګړې په اړه یوه بله ستراتېژي چې اوسنۍ یې د طالبانو پر ځپلو او له هغوی سره په خبرو څرخي، غوره نه‎شي.

رانا وایي، شکیل اپرېدی د دغې لویې لوبې یوه برخه ده.

د راپور له مخې اپرېدي له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې له خپل مدافع وکیل سره نه‎دي لیدلي او یوازې مېرمن او ماشومان‌یې لیدو ته ورځي.

د هغه مدافع وکیل قمر نادم اپرېدي اسوشیټېډ پرس اژانس ته ویلي چې له دوو کلونو راهیسې یې د مؤکل دوسیه ورکه ده چې دې مسئلې د دوی د استېناف محاکمه ځنډولې ده.

قمر نادم اپرېدي
قمر نادم اپرېدي

هغه وایي، محکمه وایي چې څارنوال دې دوسیې ته وخت نه‎لري.

نادم ویلي، ټول له دې بېرېږي چې د اپرېدي په اړه خبرې وکړي یا یې نوم واخلي.

نوموړی که څه هم په ابټ‎اباد کې د اسامه بن لادن په وړاندې د امریکا د ځانګړو ځواکونو له عملیاتو سره په همکارۍ نه‎دی تورن، خو په دې ګرم بلل شوی چې د بن لادن د موندلو لپاره‌یې ولې په جعلي توګه د واکسین د یوه فعال له نومه په استفادې د بن لادن د کورنۍ له غړو د «ډي. اېن. اې» معایناتو په مرسته د هغه د پټن‎ځای په اړه معلومات راټول کړي وو.

اپرېدی نه‎دی هېر شوی.

امریکا هغه مهال د بن‎لادن پر سر ۲۵ میلیونه ډالره جایزه ایښې وه.

که اپرېدي هغسې چې پاکساني چارواکي یې خبره کوي په خیانت تورن شي، نوموړی حق لري چې محاکمه‌یې علني ترسره شي.

د هغه مدافع وکیل وایي، مؤکل‌یې د زندان په یوې ځانګړې خونه کې شپې ورځې سبا کوي.

اپرېدي په زندان کې چې له سخت دریځو زندانیانو ډک دی، په دې خاطر لیرې ساتل کېږي چې هغوی ژمنه کړې چې د بن‎لادن په وژلو کې د لاس لرلو په خاطر به نوموړی ووژني.

نادم دا هم ویلي چې د مؤکل روغتیایي وضعیت‌یې ښه دی او چارواکي ورسره ښه چلند کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیاله الېس ولز
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیاله الېس ولز

په دې اړه چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیاله الېس ولز به د اپرېدي مسئله پاکستان ته په وروستي سفر کې له پاکستاني چارواکو سره راپورته کړې وي کنه؟ څه نه‎دي ویل شوي.

خو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې د اسوشیټېډ پرس اژانس ته‌یې استولی ویلي چې اپرېدی نه‎دی هېر شوی.

په بیان کې ویل شوي چې متحده ایالات په دې باور دی چې اپرېدي په غیر قانوني ډول زنداني شوی او په دې اړه‌یې خپل دریځ په ښکاره او هم په خصوصي توګه بیان کړی دی.

XS
SM
MD
LG