د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

عمران خان وایي، د «ای اس ای» د معلوماتو په نتیجه کې بن لادن پیدا او ووژل شو


د القاعده ډلې مشر او مؤسس اسامه بن لادن
د القاعده ډلې مشر او مؤسس اسامه بن لادن

د پاکستان صدراعظم عمران خان وایي، د پاکستان د استخباراتو ادارې متحده ایالاتو ته معلومات ورکړي و چې په نتیجه کې یې دې هېواد وکولای شول د القاعده مشر او د دې شبکې مؤسس اسامه بن لادن پیدا او ووژني.

پاکستان تر اوسه رسماً دا رد کړې وه چې ګواکې د دغې ترورېستي شبکې د مشر د اوسېدو له ځایه خبر و.

بن لادن چې د پاکستان په هېبټ‌اباد کې اوسېده، د ۲۰۱۱ کال د مې په دوهمه د شپې له‌خوا د امریکایي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

د فرانس پرس اژانس په وینا دا پېښه په پاکستان کې په ملي سطحه د شرم وړ وبلل شوه او هغه د دې سبب شوه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې کړکېچ لازیات شي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په امریکا کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال
د پاکستان صدراعظم عمران خان په امریکا کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال

عمران خان د پاکستان لومړنی جګپوړی چارواکی دی چې د اسامه بن لادن په قضیه کې له امریکا سره د همکارۍ خبره کوي او هغه هم داسې مهال چې دې هېواد تر اوسه هغه ډاکتر چې ویل کېږي د امریکا «سي ای اې» ته‌یې د بن لادن د اوسېدو د ځای په اړه پټ معلومات ورکړي و، په بند کې ساتلی دی.

ډاکتر افریدي د واکسین د یوه کمپاین په پلمه د بن لادن د اوسېدو د ځای په اړه معلومات راټول کړي او هغه‌یې له متحده ایالاتو سره چې د بن لادن پر سر یې ۲۵ میلیونه ډالره جایزه ایښې وه، شریک کړي و.

نوموړی د امریکا له «سي ای اې» سره د همکارۍ په تور مجرم او په ۳۳ کاله بند محکوم شوی دی.

عمران خان د فاکس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هېواد به‌یې ډاکتر شکیل افریدي له زندانه خوشې کړي، وویل، "دا ډېره حساسه مسئله ده، ځکه شکیل افریدي په پاکستان کې جاسوس بلل کېږي."

ډاکتر شکیل افریدي، «سي ای اې» ته د بن لادن په اړه د معلوماتو د ورکولو په تور په ۳۳ کاله بند محکوم
ډاکتر شکیل افریدي، «سي ای اې» ته د بن لادن په اړه د معلوماتو د ورکولو په تور په ۳۳ کاله بند محکوم

هغه زیاته کړه موږ په پاکستان کې تل داسې انګېرله چې د متحده ایالاتو یو متحد یو او که د بن لادن په اړه معلومات راسره شریک شوي وی، نو هغه به مو له پټنځایه را ایستلی وی.

له دې مخکې واشنګټن اسلام‌اباد تورن کړی وو چې بن لادن کلونه کلونه په هېبټ‌اباد کې چې پوځي مرکز بلل کېږي، اوسېده او امکان نه‌لري چې د دې هېواد چارواکي پرې خبر نه‌وو.

عمران خان د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دی خبر دی چې پر «ای اس ای» د مهمو پټو معلوماتو د خپرولو په خاطر انتقاد کېږي وویل، په خپله د همدې ادارې له‌خوا د ورکړل شویو معلوماتو په نتیجه کې د اسامه بن لادن ځای وموندل شو.

عمران خان زیاته کړه که تاسو له «سي ای اې» وپوښتئ نو درته وبه وایي چې دا «ای اس ای» و چې د ټیلیفوني مکالمې له لارې یې د بن لادن د اوسېدو د ځای په اړه لومړني معلومات ترلاسه کړي او هغه‌یې ورسره شریک کړي و.

د فرانس پرس په وینا دا نه‌ده روښانه چې عمران خان د کومو معلوماتو خبره کوي او نه‌یې په دې اړه نور جزئیات ورکړي، خو پاکستان رسماً دا رد کړې وه چې ګواکې د بن لادن د اوسېدو له ځایه‌یې خبر درلود.

پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د حملو سیمه
پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د حملو سیمه

د جاسوسۍ په چارو کې پخواني ماهر اسد دراني مخکې الجزیره ټلوېزیون ته ویلي و چې «ای اس ای» به خبر و چې بن لادن چېرې پټ دی او ښایي هغه‌یې د دې لپاره ساتلی و چې ورڅخه له امریکا سره د یوې معاملې په توګه کار واخلي.

پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د حملو اصلي طراح اسامه بن لادن له ۱۰ کلونو تعقیب وروسته په هېبټ‌اباد کې چې د پاکستان د پوځ ګارنېزیون او پوځي اکاډمي په‌کې فعاله ده، پیدا او ووژل شو.

په ۲۰۱۳ کال د پاکستان د حکومت له یوه راپور څخه د خپاره شویو معلوماتو له مخې بن لادن ښایي د ۲۰۰۲ کال په مني یا دوبي کې پاکستان ته تللی او د ۲۰۰۵ کال په اګسټ کې په هېبټ‌اباد کې مېشت شوی وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG