د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

نثاراحمد: پاکستان د امریکا مستعمره نه ده


پاکستان د امریکا د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره پر مخکښ جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالډ ټرمپ د نوموړي د هغو څرګندونو له کبله له غوسې ډک انتقاد کړی چې وايي، پر دې هېواد به د زور له لارې هغه پاکستاني ډاکټر خوشې کړي چې له سي.ای.اې سره یې د اسامه بن لادن په موندنه کې مرسته کړې.

ډونالډ ټرمپ همدارنګه د فاکس نیوز تلویزوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، که ولسمشر شي په افغانستان کې به د امریکايي سرتیرو حضور ته دوام ورکړي.

نهه شپیته کلن میلیاردر ډونالډ ټرمپ چې د امریکا د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره په مقدماتي انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو کاندیدانو ترمنځ مخکښ دی، په دې وروستیو کې د فاکس نیوز تلویزوني شبکې ته وویل، که ولسمشر انتخاب شي، په دوه دقیقو کې به پر پاکستان ډاکټر شکیل افریدي خوشې کړي.

ټرمپ ویلي، که ولسمشر شي، پاکستان به ډاکټر شکیل افریدي خوشې کړي
ټرمپ ویلي، که ولسمشر شي، پاکستان به ډاکټر شکیل افریدي خوشې کړي

نوموړي ویلي، اسلام اباد د امریکا له متحدو ایالتونو څخه ډیرې پراختیايي مرستې ترلاسه کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدي نثاراحمد د دوشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل:

"د ښاغلي ټرمپ د ناسم درک پر خلاف، پاکستان د امریکا د متحدو ایالتونو مستعمره نه ده."

په دې بیان کې راغلي دي:

"د ډاکتر افریدي برخلیک به د پاکستان محکمې او د پاکستان حکومت ټاکي نه ډونالډ ټرمپ ان که د امریکا ولسمشر هم شي."

دا بیان د اسامه بن لادن د وژل کېدو د پنځمې کلیزې سره په یو وخت راځي.

پنځه کاله مخکې د امریکا ځانګړو ځواکونو د پاکستان په ایبټ اباد کې پر هغه کور عملیات وکړل چې اسامه بن لادن په کې اوسیده او نوموړی یې وواژه.

واشنګټن ډاکټر شکیل افریدي ته د یو اتل په سترګه ګوري خو پاکستان نوموړی په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د لشکر اسلام د وسله والې ډلې سره د اړیکو په تور په ۳۳ کاله بند محکوم کړ. ډاکتر افریدي دا تور رد کړی دی.

واشنګټن ډاکټر شکیل افریدي ته د یو اتل په سترګه ګوري
واشنګټن ډاکټر شکیل افریدي ته د یو اتل په سترګه ګوري

دا حکم وروسته لغوه شوه او دا مهال ډاکتر شکیل افریدي د یو ناروغ د وژنې په تور د محاکمې په تمه دی.

د پاکستان او ډاکټر افریدي په اړه د امریکا د ولسمشرۍ د څوکۍ په مقدماتي انتخاباتو جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالډ ټرمپ ویلي:

"زه به دوی ته ووایم چې هغه خوشې کړئ او زه ډاډه یم چې دوی به یې خوشې کړي. ځکه موږ پاکستان ته ډیره مرسته ورکوو."

ډاکټر شکیل افریدي همدا رنګه په پاکستان کې د واکسینو د جعلي کمپاین په ترسره کولو هم تورن دی د کوم په ترڅ کې چې نوموړې ظاهراً د ډي.اېن.اې هغه نمونې راټولې کړي چې د امریکا له مرکزي استخباراتي ادارې سره یې د اسامه بن لادن په نښه کولو کې مرسته کړې.

د فاکس نیوز سره په مرکه کې ډونالډ ټرمپ ویلي، د دې پرځای چې لس زره امریکايي سرتیري د ۲۰۱۷ میلادي کال په پای کې له افغانستانه وایستل شي، نوموړی یې په دې هېواد کې د پاتې کیدو د دوام ملاتړ کوي.

ښاغلی ټرمپ وايي:

"زه به په افغانستان کې پاتې شم. دا ښايي په منځني ختیځ کې یوازینی ځای واوسي چې موږ باید ورغلی وی. ځکه دا له پاکستان سره چې اټمي وسله لري ګاونډي او په څنګ کې پروت دی."

XS
SM
MD
LG