د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

امریکا دې د حقاني شبکې پرځای پاکستان په تورلست کې شامل کړي


د کابل چاپ نننیو ورځپانو خپل مطالب د پاکستان د استخباراتي شبکې له خوا امریکا ته د دښمن په سترګه کتل، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د پاکستان له خوا د راکټي بریدونو د مسالې یادول، په افغانستان کې د ودونو ډیرو لګښتونو او داسې نور ومسایلو ته ځانګړي کړي دي.

خدمتګار:

خدمتګار غیر دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې د پاکستان استخباراتي شبکه واشنګټن خپل دښمن بولي، دې ورځپاڼې په پاکستان کې د بندي ډاکټر شکیل افریدي خبره را اخیستې، چې وایي د پاکستان له خوا د تروریزم پرضد جګړه هسې یوه خبره ده او په دې نوم له امریکا څخه پیسې ترلاسه کوي.

دې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د یوې امریکایي څیړونکې خبره را اخیستې، چې وایي، امریکا دې د حقاني شبکې پرځای د هغې پاکستاني ملاتړي او د پاکستان دولت په تورلست کې شامل کړي او سخت بندیزونه دې پرې ولګوي.

سرنوشت:

سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې هم پر همدې موضوع یوه لیکنه خپره کړې، چې په کې د فارن پالیسي د خپرونې یو مطلب خپور شوی چې وایي امریکا باید د حقاني شبکې پرځای پاکستان په تورلست کې شامل کړي.

دې ورځپاڼې کونړ ته د یان کوبیش پروني سفر ته هم اشاره کړې او لیکلي یی دي، چې ښاغلي یان کوبیش د کونړ له خلکو سره ژمنه کړې چې پر دې ولایت د پاکستاني ځواکونو د راکټي بریدونو مساله به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته ورسوي.

دې ورځپاڼې د اې کژولټي ویب پاڼې له قوله لیکلي، چې په افغانستان کې په تیرو نږدې یوولسو کلونو کې درې زره یوسل او درې اویا تنه بهرني سرتیري وژل شوي او پنځه ویشت زره نور ټپیان شوي، چې د وژل شوو او ټپیانو ډیر شمېر امریکایی سرتیري جوړوي.

محور:

محور غیردولتي ورځپاڼې د لوګر د مس عینک له کان څخه د چینایۍ کمپنۍ د کارکوونکو د وتلو خبر ورکړی او لیکلي یی دي، چې چینایان دې کان ته امنیتي ګواښونه هسې پلمه کوي، خو د ورځپاڼې په خبره اصلي خبره امنیتي ستونزې نه بلکې په نړېوالو بازارونو کې د مسو د بیې را ټیټیدل دي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې د بګرام زندان د انتقال د کمیسیون له مسوولینو سره د ولسمشر کرزي د پرونۍ لیدنې په اړه یو مطلب خپور کړی، چې ولسمشر کرزي دوی ته ویلي، چې د دې زندان نورې تخنیکي چارې هم باید ډیر ژر ترسره شي.

جمهور رییس کرزي د بګرام زندان مسوولیتونه لارښوونه کړې، چې له بندیانو سره په چلند کې باید د افغانستان ټول قوانین او د بشري حقونو معیارونه په پام کې ونیسي.

انیس د ودونو د ډیر لګښت په اړه خپله سرمقاله لیکلې او ویلي یي دي، چې د ودونو ډیر لګښتونه ځوانان له ټولنې څخه منزوي کړي دي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دې ستونزې ته د حل یوه مناسبه لاره باید پیدا شي.

دغه راز د کابل چاپ د نن ورځې یو شمېر ورځپاڼو په غزني کې د ورستیو اورښتونو او سیلابونو له امله اوښتو زیانوته هم اشاره کړې او ویلي یی دي، چې دې سیلابونو په دې ولایت کې دوه زره څلور سوه باغونه ویجاړ کړي دي.
XS
SM
MD
LG