هغه طالبان چې په ۲۰۰۱ م کال کې یې پر افغانستان د امریکا له برید وروسته نظام ونړیده، ځینو یې وسلې پر ځمکه کېښودې، ځیني یې بندیان او نور خواره واره شول، څنګه د دې جوګه شول چې ۱۹ کاله وروسته د امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي؟
څه شی د دې سبب شول چې د پرلهپسې نظامي او نورو فشارونو سربېره وسلهوال طالبان خپلې بقا ته دوام ورکړي او بالاخره نړیواله ټولنه له دې ډلې سره د سولې خبرو ته غاړه کېږدي؟
ګڼ افغان او نړیوال شنونکي په دې باور دي چې طالبان د افغانستان د تنظیمي جګړو پر مهال د پاکستان په مستقیمه مرسته وتوانېدل په ۱۹۹۶م کال کې کابل کې واک ته ورسېږي.
دا ډله چې تر ۲۰۰۱ م کال پورې د کابل په شمول د افغانستان په ډېرو برخو واکمنه وه تر پای پورې په کورنۍ جګړه کې ښکېل پاتې شوه.
افغان ژورنالېست سمېع یوسفزی چې له اوږدو کلونو راهیسې د طالبانو سره په تړلو مسئلو د نړیوالو رسنیو لپاره راپورونه چمتو کوي وايي: " طالبانو له دې کبله چې تر ډېره یو نظامي ځواک و او سیاسي تدبیر یې ډېر نهدرلود، هغه نظام په وړو شیانو له لاسه ورکړ چې په ډېرو خواریو او قربانیو یې جوړ کړی و."
هغه زیاته کړه: "زما په فکر د طالبانو تر ټولو لویه ستونزه همدا ده چې دوی یوه پیاوړې نظامي ډله ده، دې جنګي ډلې ۱۹۹۶ کې کابل حکومت ونیوه او تر ۲۰۰۱ م کال پورې یې واک ته دوام ورکړ، خو دا چې سیاسي فکر او تجربهیې نهدرلوده، دوی هغه حکومت چې په ډېره خوارۍ او قربانۍ یې جوړ کړی و، په لږ څه وبایللو."
د سمېع یوسفزي په وینا طالبانو د القاعده شبکې د مشر اسامه پر ساتنه د دې لپاره ټینګار کاوه چې فکر یې کاوه هغه به له دوی پرته بل ځای ونهلري، خو وروسته اسامه ۱۰ کاله په پاکستان کې یوې پوځي اډې ته څېرمه ژوند وکړ.
د طالبانو لهخوا د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ته پناه ورکول او پر ساتنهیې ټینګار د دې سبب شو چې امریکا پر افغانستان برید وکړي او د طالبانو نظام نسکور شي.
له دې وروسته طالبان خواره واره شول. ځینې یې بېرته ولسي ژوند ته ستانه شول، ځینې یې بندیان شول او یو شمېر یې له افغانستان ووتل او په پاکستان او عربي هېوادونو کې پټ شول.
خو دې حالت ډېر دوام ونهکړ او په کمه موده کې طالبان وتوانېدل بېرته د افغان حکومت او ناټو ملاتړو په وړاندې د جګړې او بریدونو لیکې منظمې کړي.
د ازادي راډیو ژورنالېست او د ګندهارا وېبپاڼې مسؤل ابوبکر صدیق په دې باور دی چې د طالبانو د نظام تر نسکورېدو وروسته نړیوالې ټولنې او افغان حکومت د دې ډلې سره د تعامل ځیني چانسونه له لاسه ورکړل او دوی یې د بن په څېر د بینالافغاني خبرو په چوکاټ کې راښکېل نهکړل.
نوموړي د طالبانو چریکي جګړه او پاکستان کې د دې ډلې د خوندي ځالو په وړاندې د ناټو د اقداماتو نهکولو ته هم اشاره وکړه او ویېویل: "په افغانستان کې داسې یو کلاسیک جنګ نهو چې پهکې د دوو دولتونو پوځونه سره ښکېل وو. یوې خوا ته د ناټو او افغان حکومت ځواکونه وو، بلخوا طالبان وو چې هغوی د خرپ و ترپ جګړه کوله. همدارنګه طالبانو په پاکستان کې مهمې خوندي ځالې درلودې او مشرانیې هم هلته وو."
د ابوبکر صدیق په وینا په افغانستان کې د امریکا او ناټو د نورو غړو هېوادونو ځواکونو په پاکستان کې د افغان طالبانو پر ضد له یو دوو مواردو پرته اقدامات ونهکړل او دې طالبانو ته د دې فرصت ورکړ چې په افغانستان کې خپلو بريدونو ته دوام ورکړي. پاکستان او طالبان دواړه له یو بل سره همکاري ردوي.
د افغانستان د سولې او جګړې د انسټټیوټ سرپرست حکمتالله عظیمي ازادي راډیو ته وویل، له طالبانو سره په سیاسي برخه کې د قطر په نظامي برخه کې د پاکستان ملاتړ او د افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو په برخه کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ لېوالتیا د دې سبب شول چې دا ډله وتوانېږي په نړیوال سټېج له امریکا سره خبرې وکړي او بالاخره یوې هوکړې ته ورسېږي.
هغه زیاته کړه: "یو خپله د امریکا ونډه ده چې ولسمشر ټرمپ غواړي د ۲۰۲۰ م کال د امریکا د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې افغانستان کې یوه لاسته راوړنه وښيي. بل د پاکستان ونډه وه چې د امریکا فشارونه پرې د دې سبب شول چې طالبان مذاکراتو ته راولي. همدارنګه یو درېیم هېواد قطر دی چې په داسې وخت کې یې طالبانو ته په څرګنده د سیاسي فعالیت دفتر ورکړ چې بل هېڅچا ځای نهورکاوه."
بل افغان څېړونکی شفیع اعظم چې د سولې فعال دی او په قطر کې یې له طالب سره له نږدې خبرې کړي وايي، طالبان په تېرو څه کم دوو لسیزو کې وتوانېدل چې خپلو کې یو موټي پاتې شي او د هڅو سربېره په ډلو ټپلو ونهوېشل شول.
همدارنګه د شفیع اعظم په وینا په دې ډله کې له عادي وسلهوالو نیولې تر نظامي قوماندانانو پورې ټولو خپل مشرتابه ته ټینګ روایتي اطاعت وساته.
ښاغلي اعظمیې د نورو علتونو په اړه وویل: "دا د دوی یوه قوي نقطه وه چې دوی یو موټي پاتې شي او دوام وکړي. بل که تاسو د افغانانو په تاریخ کې وګورئ دوی له بهرنیو ځواکونو سخت بد وړي. هغه که په هر نوم راځي، که انګرېزان وو، که روسان وو، دوی ټولو خپل پروګرامونه او افغانستان ته د راتګ لپاره دلایل لرل، خو د افغانستان خلکو ونهمنل او د طالبانو څخه د خلکو د ملاتړ په برخه کې هم دا ټکي مهم و. خلکو په خپلو کورونو کې طالبانو ته ځای ورکړ."
په تېرو څه باندې ۱۸ کلونو کې د طالبانو لهخوا د افغان حکومت په وړاندې روانه جګړه کې د دواړو د نظامي مرګژوبلې سربېره زرګونه ولسي وګړي وژل شوي.
ملګرو ملتونو او نورو ادارو د ولسي خلکو د یوې لویې برخې مرګژوبلې پړه په ګڼ مېشتو سیمو کې د طالبانو لهخوا په چاودنو، ځانمرګو او ډلهییزو بریدونو اچولې ده. خو د ناټو په مشرۍ نړیوال ځواکونه او همدارنګه حکومتي ځواکونه هم د ولسي مرګژوبلې په ګڼو پېښو کې ملامته بلل شوي دي.
افغان حکومت بیا طالبان تورنوي چې د ولسي خلکو په کورونو مورچلې نیسي او له هغوی د بشري سپر په توګه کار اخلي چې د ولسي مرګژوبلې سبب کېږي.
شفیع اعظم وايي، د امریکا او نړیوالې ټولنې لهخوا هغه جنګسالاران چې خلکو ترې ښې خاطرې نهدرلودې بیا راپورته کول هم د دې سبب شوو چې ځیني خلک د طالبانو ننګه وکړي.
د شفیع اعظم په وینا، د طالبانو او امریکا ترمنځ کېدونکې هوکړه کې دواړه لوري ګټه کوي. د نوموړي په وینا امریکايي پالېسي جوړوونکي خپلې هغې غوښتنې ته رسېږي چې له افغانستان څخه به پر دوی برېد نهکېږي او طالبان هم د بهرنیو ځواکونو د وتنې غوښتنې ته رسېږي، همدارنګه د بینالافغاني خبرو له لارې په افغانستان کې د یو اسلامي نظام برخه کېدای شي.
افغان دولت د افغانستان اوسنی نظام هم اسلامي جمهوریت بولي او وايي د افغانستان اساسي قانون د اسلامي احکامو په پام کې نیولو سره جوړ شوی دی.
له خپل مشرتابه څخه د طالبانو کلک روایتي ملاتړ، پرلهپسې مقاومت او د یووالي ساتل، د پاکستان مرسته، د قطر سیاسي همکاري، د امریکا ملاتړ لرونکو افغان حکومتونو پرلهپسې داخلي ستونزې او له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په برخه کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ لېوالتیا د ګڼو څېړونکو په باور هغه سببونه وو چې خواره واره طالبانیې د دې جوګه کړل څو له امریکا سره د یو مطرح افغان لوري په توګه خبرې او بالاخره یوه هوکړه وکړي.
طالبان وايي، دوی دا ځل د واک انحصار نهغواړي او د بینالافغاني خبرو له لارې چمتو دي له نورو افغان سیاسي لورو سره د افغانستان د راتلونکي نظام د څرنګوالي په اړه خبرې او تفاهم وکړي.
خو دا چې وسلهوال طالبان چې تر اوسه یو نظامي ځواک دی، څومره په یو سیاسي ځواک بدلېدای شي؟ او که رښتیا هم د واک انحصار نهغواړي، څومره ممکنه ده چې په راتلونکي کې د نورو افغان لورو سره د سیاسي هلو ځلو له لارې شریک کار وکړي؟ دا یو جلا بحث غواړي.