د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې لاسلیک ته هیلې زیاتې شوي


آرشیف
آرشیف

د تاوتریخوالي د کمېدو د اونۍ له پیل سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک کېدو لپاره هیلې زیاتې شوې.

تېره شپه طالبانو، امریکا او افغان حکومت د تاوتریخوالي د کمېدو د اوونۍ د پیل څخه خبر ورکړ او همداشان طالبانو او امریکا اعلان وکړ چې د سولې هوکړه لیک به د روان میلادي کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۹ نېټه لاسلیک شي.

ویل شوی چې د امریکا او طالبانو تر هوکړې وروسته به د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.

خو لا هم د افغانستان له لورې د سولې د خبرو لپاره د پلاوي څرنګوالۍ نه دی په ډاګه شوی.

داسې ښکاري چې په افغانستان کې رامنځته شوي سیاسي وضیعت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د ورستیو پایلو اعلان د سولې د خبرو لپاره د پلاوي د جوړېدو بهیر نور هم پیچلې کړي.

د ملي یوالي حکومت د اجرائيه ریاست دویم مرستیال او د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې یو مخکښ غړي محمد محقق د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د سولې د خبرو لپاره دحکومت له لوري د پلاوي جوړیدل سخت کار نه دی او طالبان به د ارګ له لوري د سولې د خبرو لپاره د جوړ شوي پلاوي سره خبرې هم ونکړي.

د ښاغلي محقق په خبره، د سولې لپاره باید ملي او د ټولو سیاسي خواو لپاره د تائید وړ پلاوی جوړ شي.

د ملي یوالي حکومت د اجرائيه ریاست دویم مرستیال او د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې یو مخکښ غړي محمد محقق
د ملي یوالي حکومت د اجرائيه ریاست دویم مرستیال او د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې یو مخکښ غړي محمد محقق

هغه زیاته کړه: "د سولې لپاره پلاوي باید ملي وي نه دا چې د ارک لخواه ټاکل شوی وي، پلاوی باید د ټولو سیاسو خواوو او حکومت لخوا جوړ شي او د هغې د مدیریت لپاره باید د ټولو خواو قناعت ترلاسه شي."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ارګ او د سولې په چارو کې دولت وزارت نظر هم راواخلو خو بریالي نشو.

له دې وړاندې افغان حکومت ويلي وه چې د سولې لپاره به ټول شموله پلاوی جوړوي او د افغان حکومت له ادرسه به ګډون کوي.

خو داسې ښکاري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خپلو څرګندونو کې هم اختلافات شته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیه پر بنسټ له طالبانو سره د هوکړې وروسته به په افغانستان کې د امریکایانو او متحدینو حضور کمېږي، خو د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې د هوکړې وروسته به ټول امریکایان له افغانستان څخه وځي.

د سیاسي چارو شنونکي عمر شریف وايي، هغه څه چې په اعلامیو کې راغلي د دواړو خواوو نظر دی، خو ددې اعلامیې اصلی جزئيات په هوکړه لیک کې شته او دواړه خواوې خپل هدفونه تعقیب وي.

هغه زیاتوي: "زه فکر کوم چې دواړو خواوو خپل برداشت ویلي، خو موږ پوهیږو چې په هوکړې لیک کې یو شمېر پټ بندونه شته او دا تر اوسه مشخص نه دي، د طالبانو او متحدینو هدف یې دا دی چې امریکايي ځواکونه له سیمې څخه ووځي او د امریکا هم همدغه هدف دی تر څو جګړه کمه شي او په انتخاباتو کې یوه لاسته راوړنه ولري."

د ښاغلي شریفي په خبره، د امریکا او نړېوالې ټولنې اصلي هدف له نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کول دي.

XS
SM
MD
LG