د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک ته چمتوالی


قطر کې د طالبانو او امریکايي مرکچي پلاوي ګډ انځور
قطر کې د طالبانو او امریکايي مرکچي پلاوي ګډ انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۹ له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک ته چمتوالی نیسي.

د امریکا متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت وايي، چې له طالبانو سره د هوکړې له لاسلیک وروسته به ژر بین الافغاني خبرې پيل شي، چې دا به هر اړخیز اوربند لپاره یو بنسټیز قدم او د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره د یوې نقشې لاره ترسیم کړي.

د دغه وزارت د جمعې د ورځې په یوې اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې ته د رسېدو یوازنۍ لاره داده چې افغانان په خپلو کې سره جوړ شي او تفاهم د راتلونکي لپاره غوره لاره ده.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي، د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو یو هر اړخیز سیاسي حل ، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره، د امریکايي او ایتلافي ځواکونو د راکموالي او له دې ډاډ چې هیڅ تروریستي ډله به د افغانستان له خاورې نه توانیږي، چې امریکا متحده ایالات او ملګري یې وګواښي، په خبرو بوخت و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې د قطر په پلازمینه دوحه کې مذاکراتو یو واقعي فرصت او امیدواري رامنځ ته کړې او د امریکا متحده ایالاتو له ټولو افغانانو غواړي، چې له دې فرصت نه استفاده وکړي.

بل خوا طالبانو هم د هوکړې د لاسلیک په اړه اعلامیه خپره کړې.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ له اوږدو مذاکراتو وروسته، داوړو لورو هوکړه وکړه، چې د فبرورۍ په ۲۹ به هوکړه لیک لاسلیک کیږي.

وړاندې په اعلامیه کې یادونه شوې، چې دغه هوکړه به د نړیوالو په حضور کې د دواړو اړخونو ترمنځ لاسلیک شي او د لاسلیک مراسمو ته به د یوشمېر هېوادونو او سازمانونو لوړپوړي استازي دعوتوي او د بندیانو د خلاصون لپاره به لازم چمتوالي نیسي.

د طالبانو په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې د هوکړې لاسلیک به د هېواد له بېلابېلو جهتونو سره د بین الافغاني مذاکراتو زمینه مساعدوي.

دغه راز به د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته او همدا شان افغان خاوره د چا د امنیت په خلاف نه کارولو سره به ټول هېواد کې سراسري سولې لپاره لاره هواره شي.

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د کموالی موضوع یادوه شوې، خو د طالبانو په اعلامیه کې د بشپړو بهرنیو ځواکونو وتلو ته اشاره شوې وه.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د طالب بندیانو د خلاصون په اړه هېڅ نه دي ویل شوي.

د ناټو سرمنشي هم په خپل پیغام کې، په افغانستان کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د پام وړ تاوتریخوالي د کموالي له تفاهم هرکلی کوي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

ینس سټولټنبرګ زیاته کړې، چې د طالبانو دغه اداره او توان د تاوتریخوالي له کموالی سره مرسته کوي او سولې ته د رسېدو لپاره یې د جدي ازمایښت په توګه نیسي.

سټولټنبرګ همداشان د ناټو له اړخه د افغانستان له امنیت او ثبات سره د اودږ مهال ژمنو ډاډ ورکړی.

هڅه مو وکړه، په دې اړه د افغان حکومت نظر را واخلو خو په دې اړه چا خبرې ونه کړې.

XS
SM
MD
LG