د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

طالبانو ته د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرداری


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر د سپټمبر د یولسمې نېټې د حملو د کلیزې په مناسبت یو ځل بیا طالبانو ته خبرداری ورکړ.

د امریکا ولسمشر د سپټمبر د یولسمې نېټې د ترهګریزو بریدونو د کلیزې په مناسب اعلان وکړ چې د طالبانو په وړاندې د امریکايي پوځیانو عملیات دومره شدید شوي چې مخکې یې ساری نه و لیدل شوی.

د امریکا ولسمشر پرون پر هغه هېواد د سپټمبر د یولسمې نېټې د ترهګریزو بریدونو د اتلسمې کلیزې په مناسبت چې په ۲۰۰۱ کال کې وشوه او په ترڅ کې یې درې زره کسان ووژل شول، وویل چې امریکايي ځواکونو په تېرو څلور ورځو کې دښمن ته داسې سخت ګوزارونه ورکړل چې مخکې یې ساری نه و لیدل شوی او دغه حملې به دوام ولري.

ارشیف، په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو یو انځور
ارشیف، په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو یو انځور

ډونالد ټرمپ وویل چې د دغو حملو دستور وروسته له هغې ورکړل شو چې ده له طالبانو سره د سولې خبرې د هغې حملې په غبرګون چې تېره اوونۍ دوی په کابل کې ترسره کړه او د یوه امریکايي سرتېرې په شمول دولس کسان په کې ووژل شول، لغوه کړې.

د ټرمپ په وینا، وروسته له هغې چې طالبانو په کابل کې د پنجشنبې ورځې د برید مسؤلیت واخیست، له دغې ډلې سره‎یې لیدنه لغوه کړه.

روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ټرمپ ویلي دي، که طالبان په یوه حساس وخت کې اوربند ته غاړه نه‎ږدي او په بدل کې یې ۱۲ کسان وژني، هغوی په هر صورت کې دغه وړتیا نه‎لري چې د یوې هوکړې لپاره هر اړخیزې خبرې اترې مخ ته یوسي.

په کابل کې د شش درک په سیمه کې د تېرې اوونۍ د برید د ځای یو انځور
په کابل کې د شش درک په سیمه کې د تېرې اوونۍ د برید د ځای یو انځور

طالبانو د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل کې پر حملې سربېره د اوونۍ په اوږدو کې د کندز، بغلان او فراه ولایتونو پر مرکزونو بریدونه وکړل.

ډونالد ټرمپ څو ورځې مخکې واشنګټن ته د طالبانو د مهمو رهبرانو سفر چې تاکل شوې وه د یکشنبې په ورځ وشي، لغوه کړ او ورسره یې مذاکرات هم ودرول.

د امریکا ولسمشر په خپل ټوېټر کې د قهرجنو پيغامونو په لیکلو سره وايي، غوښتل‎یې نن یکشنبه د سپټمبر اتمه، په ډېوېډ کمپ کې د طالبانو له مهمو مشرانو سره محرمانه لیدنه ولري.

وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې، د افغانستان ولسمشرۍ د سولې په روانه پروسه کې د رامنځته شوي خنډ لامل د افغانانو پر وړاندې د طالبانو روانه جګړه او تاوتریخوالی ګڼي.​

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د افغانستان خلک او دولت د باعزتې او تلپاتې سولې غوښتونکي او د سولې په تړاو ټولو هلو ځلو ته ژمن دي.

د ارګ اعلامیه وايي: موږ تل ټينګار کړی چې واقعي سوله هله راتلی شي چې طالبان افغان وژنه بس کړي، اوربند ته غاړه کېږدي او افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

په اعلامیه کې دغه شان راغلي دي چې د افغانستان دولت د سولې د طراح، مدافع او تطبیقوونکي په توګه د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړو ته درناوی کوي او د دې جرګې له خوا د سولې لپاره د افغانستان د خلکو پر محوریت او د افغان دولت پر مالکیت د وړاندې شوې کړنلارې تعقیب خپل مسؤلیت ګڼي.

د وروستیو حملو څرنګوالی چې ولسمشر ټرمپ ورته اشاره کوي، تر اوسه نه دی څرګند خو په وروستیو ورځو کې د ازادی راډیو خبریالانو په میدان وردګ، ارزګان او پکتیا کې د امریکا په مشرۍ د ائتلاف ځواکونو د هوايي بریدونو راپورونه ورکړي او د افغانستان په شمال ختیځ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړو هم زور اخیستی دی.

د امریکا ولسمشر د تېرې دوشنبې په ورځ هم ویلي وو چې په تېرو څلور ورځو کې داسې سخت ګوزارونه دښمن ته ورکړل شوي چې په تېرو لسو کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی.

امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یولسمې نېتې د بریدونو په غبرګون په افغانستان حمله وکړه چې د طالبانو رژیم کوم چې د دغو حملو طرحه کوونکي اسامه بن لادن ته یې پناه ورکړې وه، له منځه یوسي.

ولسمشر ټرمپ د امریکا په دفاع وزارت کې د خپلې وینا پر مهال خبرداری ورکړ چې که چېرې بیا ځلي په امریکا د حملې نیت وکړي، داسې قوت سره به مخ شي چې ساری یې کله هم نه وي لیدلی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ده وویل: که د هر دلیل له مخې هغوی بیا زمونږ هېواد ته مخه کړي، مونږ به ورپسې د نړۍ هر ګوټ ته چې وي ولاړ شو او له داسې قوت څخه به استفاده وکړو چې د امریکا متحده ایالاتو مخکې کله هم ورنه استفاده نه ده کړې، زه حتی د اټمي ځواک خبره نه کوم، هغه څه چې ورسره به مخ شي، کله به یې هم نه وي لیدلي.

د افغانستان حکومت هم پر امریکا د سپټمبر د یولسمې نېټې د حملو د کلیزې په مناسبت به خپله خبرپاڼه کې ویلي چې دا حملې د بشریت په ځانګړي ډول د امریکا په تاریخ کې د عطف ټکی بلل کېږي.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي چې افغان دولت د نړیوالې ټولنې د یوه مسؤل غړي په توګه د دغې پېښې د قربانیانو د کورنۍ غړو او د امریکا ملت او دولت ته خپل د خواخوږۍ او همدردۍ مراتب وړاندې کوي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر چې په ۲۰۱۰ کال کې یو لک و اوس ۱۴ زرو ته راکم شوی دی.

XS
SM
MD
LG