د کونړ ولايت چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د داعش په نوم وسله وال کوم جدي ګواښ نه شي پېښولى.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې وويل، چې په دې ولايت کې داعش ډله په بشپړ ډول له منځه تللې ده.
خو په ولسي جرګه کې د څنګلوري ولايت کونړ د خلکو استازي نعمت اله کرياب پرون وويل، چې د داعش ډلې وسله والو د کونړ په ځينو ولسواليو کې امنيتي خطر رامنځته کړى دى.
صالح محمد صالح د کونړ د والي مرستيال ګل محمد بيدار څخه د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې، چې په کونړ کې د داعش ډلې د وسلوالو تحرکات څومره جدي دي، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: