د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

طالبان: داعش سره د تېر حکومت سرتیري نه دي یوځای شوي او امکان هم نه لري


ارشیف، د تېر حکومت سرتیري
ارشیف، د تېر حکومت سرتیري

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو هغه راپورونه چې ګوندې د پخواني حکومت د ملي امنیت د ادارې او دفاع وزارت یو شمېر سرتیري د اسلامي دولت ډلې یا داعش سره یوځای شوي رد کړل او هغه یې د ټولنیزو رسنیو تبلیغات وبلل.

امریکایي وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې تېره ورځ د یو شمېر سرچینو له قوله خبر ورکړ چې د امریکا له خوا روزل شوي د افغانستان د ملي امنیت د ادارې او د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو یو شمېر پخواني غړي چې اوس خپلو امریکایي ملاتړو یوازې پریښي او طالبان یې تعقیبوي، په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش سره یوځای شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته دغه راپورونه رد کړل.

نوموړي وویل: "له داعش سره د تېر حکومت د سرتیرو د یوځای کېدو راپورونه حقیقت نه لري. ښایي هغه ځینې فیسبوکي او د ځینو جعلي رسنیو تبلیغات وي. موږ په دې اړه شواهد نه دي لیدلي او دا شی ممکن هم نه دی."

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې له داعش سره د پخواني حکومت د یو شمېر سرتیرو د یوځای کېدو خبر د یو شمېر طالب مشرانو، د پخواني حکومت د امنیتي چارواکو او یو شمېر نورو چې په دې اړه معلومات لري، ورکړی او ویلي یې دي، که څه هم دا لږ شمېر سرتیري دي چې له داعش سره چې په اوس وخت کې د طالبانو د رژیم ضد یوازینۍ پیاوړې مخالفه وسله واله ډله بلل کېږي، یوځای کېږي، خو ښایي راتلونکې کې دا شمېر زیات شي.

وال سټریټ ژورنال دغه راز ویلي چې له داعش سره دغه نوي یوځای شوي به له دې ډلې سره د استخباراتي معلوماتو په راټولولو او جنګي تکتیکونو کې مرسته وکړي او په دې توګه به دغه سخت دریځه ډله وکولی شي چې د طالبانو د برلاسي توب پر وړاندې خپلې وړتیاوې زیاتې کړي.

د اګسټ له پنځلسمې راهیسې چې طالبانو کابل نیولی او پر ټول افغانستان یې ولکه ټینګه کړې، د اسلامي دولت ډلې د کابل په ګډون په څو ولایتونو کې د خونړیو حملو مسولیت اخیستی، خو د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د داعش ځپلو ته به تر هغو دوام ورکړي چې ټغر یې بشپړ له افغانستانه ټول کړی نه وي.

مجاهد وايي: "که د داعش ځینې تحرکات ولیدل شي، هغه به وځپل شي او ټغر یې د ټولېدو په حال کې دی. په ټولو ځایونو کې داعش ځپل شوی او مزاحم نه دی."

که له داعش سره د افغانستان د پخواني حکومت د امنيتي ادارو د یو شمېر غړیو یو ځای کېدل تایید شي دا به لومړی ځل وي چې داعش د پخواني حکومت غړي ځانته جذبوي، هغې ډلې چې افغانستان کې د طالبانو د رژیم پر وړاندې د یوه بالقوه ګواښ په توګه کتل کېږي.

دغه راز د امریکا دفاع وزارت هم تېره اونۍ خبرداری ورکړی و چې ممکن د اسلامي دولت سخت دریځه ډله یا داعش په لنډ وخت او القاعده په نسبتاً زیات وخت کې په افغانستان کې د دې توان پیدا کړي چې پر متحده ایالاتو او د سیمې پر هېوادونو بریدونه وکړي.

دا خبره په دفاعي او د پالیسۍ په چارو کې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال کولن کاهل د تیرې سې شنبې په ورځ د امریکا د کانګرس یوې کمېټې ته کړې وه.

XS
SM
MD
LG