د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

پنټاګون: داعش قصد لري چې پر امریکا برید وکړي؛ طالبان:دا اندېښنې بې ځایه دي


آرشیف، د داعش ځینې غړي، عکس تزئیني بڼه لري
آرشیف، د داعش ځینې غړي، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا د متحد ایالاتونو د استخباراتي اټکلونو له مخې په افغانستان کې به داعش تر شپږو میاشتو په لږه موده کې دا توان پیدا کړي چې پر متحد ایالاتونو برید وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت د دفاعي او پالیسي د برخې مرستیال کولن کال پرون سې شنبه (د لړم ۴مه) د کانګرس د پوځي خدماتو کمېتې ته د استخباراتي ادارو د دې ارزونې د اعلان ترڅنګ دا خبره هم وکړه چې داعش دا قصد لري چې پر متحدایالاتونو حمله وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت د دفاعي او پالیسي د برخې مرستیال کولن
د امریکا د دفاع وزارت د دفاعي او پالیسي د برخې مرستیال کولن

طالبان د داعش او القاعده په برخه کې دا اندېښنې بې اساسه ګڼي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې د القاعده تنظیم د موجودیت او فعالیت او هغه برید ته رسېدل چې چا ته تهدید شي ناسم تحلیل دی، دا موږ ردوو، همدا راز داعش هم؛ دا به په سیمه کې وي او په افغانستان کې یې هم ریښې لږ لږ پاتې دي، خوموږ ورپسې یوو. د افغانستان له خاورې یو ځل بیا دا ډاډ ورکوو چې هېڅوک به زموږ ګاونډیو ته یا بل هېواد ته کوم ګواښ رامنځته نه کړي."

د اګسټ په پنځلسمه چې کله طالبانو کابل ونیو د سیمې او نړۍ هېوادو ته یې بیا بیا دا ډاډ ورکړی دی چې له افغانستانه به حمله پرې ونه شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې ویاندې نبیلا میسرالي ازادي راډیو ته ویل چې دا ژمني کافي نه دي: "موږ د طالبانو اعمالو ته ګورو د هغو ژمنو ته نه ګورو. د دې ناوړه جنایتونو عاملان باید عدالت ته وسپارل شي او موږ په ډېر صراحت په دې اړه خبرې کړې دي چې کله په کندز او کندهار کې د شیعه ګانو پر جوماتونو د برید خبره شوې ده."

په کندز او کندهار کې د شیعه په جوماتونو کې روانه میاشت چاودنې وشوې چې مسوولیت یې داعش واخېست او شااوخوا یو نیم سل کسان په کې ووژل شول.

امریکایي چارواکي خبرداری ورکوي، که په افغانستان کې د دوی پوځیان نه وي د داعش او القاعده په څېر ډلې په سختۍ ځپلی شي او بې پيلوټه الوتکې کولی شي چې دا ترهګر د فارس له خلیجه په نښه کړي، خو د امریکا د دفاع وزارت مرستیال کولین کال وایي، تراوسه د افغانستان له هېڅ ګاونډي سره موافقه نه ده شوې چې هلته امریکایي ځواکونه د تروریزم ضد هڅو په خاطر ځای پرځای شي.

XS
SM
MD
LG