د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

کابل کې د امنيتي پېښو دوام؛ د خلکو اندېښنې ډېرې شوي


کابل کې د يوې چاودنې انځور - ارشيف
کابل کې د يوې چاودنې انځور - ارشيف

د پلازمېنې کابل اوسېدونکي په ښار کې ورځ تر بلې زیاتېدونکو امنیتي پېښو اندېښمن کړي.

دوي د طالبانو حکومت د امنیت د ټینګښت په برخه کې په کمزورۍ تورنوي.

د کابل ښاریان ادعا کوي چې طالبان امنیتي پېښې سرسري نیسي او په اړه يې دقیقې څېړنې نه‌کوي.

د کابل ښار اوسېدونکو په خبره، طالبان د امنیتي پېښو په څېړنو کې بریالي نه‌دي او نه‌شي کولای لاملونه یې په ګوته کړي.

"په کوم ځای کې چې چاودنه وشي طالبان راځي او دوی ته دا یوه ټوکه ښکاري"

د کابل ښار يو اوسېدونکی نه‌غواړي چې راپور کې يې نوم خپور شي وايي: "په کوم ځای کې چې چاودنه وشي طالبان راځي او دوی ته دا یوه ټوکه ښکاري، راشي خپلې څېړنې وکړي او بېرته لاړ شي، اصلآ نه وايي چې څه شوي او داسې ښکاري چې دوی خپله په‌کې لاس لري او د پردې تر شا بل څه وي، یو راځي انتحاري کوي او بل یې راځي چې څېړنې وکړي له څېړنې وروسته بېرته ځي."

د کابل ښار بل اوسېدونکی عتیق الله وايي، اوس هم په دغه ښار کې سکون نه‌شته، د چاودنو او نا امنیو ویره موجوده ده.

نوموړی وايي: "چاودنې زیاتې دي او موږ د خوندیتوب احساس نه کوو، طالبان امنیت نه‌شي خوندي کولای، خلک هم ورسره همکاري نه‌کوي د دې لپاره چې خلک ترې ويریږي، دوی مسلکي نه‌دي."

کابل کې د يوې چاودنې انځور - ارشيف
کابل کې د يوې چاودنې انځور - ارشيف

دا په داسې حال کې ده چې همدا نن هم د کابل په وزیر محمد اکبر خان سیمه کې چاودنې ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

له دې ورها خوا بیا د تېرې چهارشنبې په ورځ د کابل د همزنګ په سیمه کې په یو رستورانټ کې چاودنې ۳ کسه ووژل او ۱۳ نور یې ټپیان کړه.

هم مهاله تېره شپه د کابل ښار د خیرخانې مېنې په سیمه کې هم پر یو امنیتي پوستې چاودنې راپورنه ورکړل شوي چې د طالبانو د کابل امنیه قومندانۍ د ویاند په خبره تلفات یې نه درلودل.

په ورته وخت کې د پوځي چارو یو افغان شنونکی اسحاق اتمر وايي چې په افغانستان کې د وروستیو نا امنیو عمده لاملونه د څو ترهګرو ډلو فعالیت او همدا راز د امنیت په برخه کې د طالبانو کمزوري ده.

د امنيت د نه ټينګېدو برخه کې پر طالبانو نيوکې زياتې دي.
د امنيت د نه ټينګېدو برخه کې پر طالبانو نيوکې زياتې دي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو نظام سره له دې چې په تېر یو کال کې یې نړۍ سره دا ژمنه کړې و چې هیڅ ډول ترهګریز فعالیتونه څخه به ملاتړ نه‌کوي او د ترهګریزو فعالیتونو مخه به نیسي خو په تېر یو کال کې معلومه شوه چې دوی په خپلو ژمنو کې بریالي نه و، زما په نظر داسې برېښي چې په نړۍ او افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو دوام د دې ټولو نا انډولیو پایله ده."

هڅه مو وکړه چې په کابل کې د امنیتي پېښو د زیاتېدو په اړه د طالبانو د حکومت د امنیتي بنسټونو نظر هم واخلو خو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شوي د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې چاودنې شوي چې د ګڼو ملکي کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

XS
SM
MD
LG