د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

کابل کې د امنیتي پېښو دوام؛ دهمزنګ کې چاودنې ۳ کسان وژلي او ۱۳ ټپیان دي


ارشیف: کابل کې د یوې چاودنې وروسته د سیمې انځور
ارشیف: کابل کې د یوې چاودنې وروسته د سیمې انځور

د طالبانو امنیتي مسوولان تاييدوي چې د پلازمېنې کابل د درېیمې امنیتي حوزې اړوند دهمزنګ څلور لارې ته څېرمه چاودنې ۳ تنه ملکیان وژلي او ۱۳ نور يې ټپیان کړي دي.

د کابل د درېیمې امنیتي حوزې اړوند دهمزنګ څلور لارې ته څېرمه په یو هوټل کې چاودنې یو شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پېښه د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته نږدې دوه نیمې بجې د برښنا شرکت تر څنګ په یوه هوټل کې وشوه.

د پېښې عینې شاهدانو ازادي راډيو ته وویل چې له چاودنې وروسته يې د مړو جسدونه او ټپیان په خپلو سترګو لیدلي چې طالبانو موټرو ته پورته او له سیمې یې انتقال کړل.

یوه عیني شاهد ازادي راډيو ته وویل: "یو لوړ غږ شو، موږ منډه کړه چې څه کیسه شوه، چې ورغلو یوه چاودنه شوې وه. نه پوهېږم چې څه ډول چاودنه شوې وه، خو ټپیان مو موټر ته پورته کړل، جامې مې ټولې په وینو ککړې شوې. ټپیان یې روغتون ته يوړل خو نه پوهېږم چې څومره وو."

دغه راز یو بل عیني شاهد ازادي راډیو ته وویل: "موږ لمانځه ته تللو چې چاودنه وشوه. خلکو اول ویل چې ګاز ډبه وه، دلته چې راغلو ټپیان په ډېر بد حالت کې پراته وو. ما چې پېژندل د نجیب په نوم یو کس و او یو بل دلته د همزنګ له دوکاندارانو سره کار کاوه، یو په کوما کې دی او یو په حق رسېدلی دی."

ارشیف
ارشیف

په همدې حال کې د افغانستان برښنا شرکت په یوه اعلامیه کې لیکلي دي چې په چاودنه کې د دوی یو شمېر کارمندانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو دقیق شمېر يې نه دی لیکلی.

اخوا په کابل کې د استقلال دولتي روغتون پر خپل فېسبوک او ټویټر دغه روغتون ته د وړل شویو دریو مړو او ۱۳ ټپيانو لېست خپور کړی دی.

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته په یوه لیکلي متن کې تاييد کړه چې په دې چاودنه کې ۳ کسان وژل شوي دي او ۱۳ نور ټپیان شوي.

خو ازادي راډیو ته په رسېدلو ځینو ويډیوګانو کې ښکاري چې له رسټورانټ څخه ګڼ ټپیان راایستل کېږي.

په یوه ویډيو کې شاوخوا اته کسان ښکاري چې په ټپي حالت کې پراته دي او خلک یې د لېږدولو هڅه کوي.

که څه هم تر دې دمه معلومه نه ده چې د پېښې انګېزه څه او د څه له امله رامنځته شوې، خو د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې سیمې ته یې امنیتي تحقیقاتي ټیم رسېدلی چې معلومه کړي چاودنه ولې او د څه له امله رامنځته شوې.

تر دې دمه د دې پېښې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی او نه هم د پېښې هدف معلوم دی، خو له دې وړاندې د کابل په بېلابېلو سیمو کې د رامنځته شویو چاودونو او وسله والو حملو مسوولیت داعش خراسان څانګې منلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG