د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

مېل انلاین: داعش په افغانستان کې خپل بریدونه زیات کړي


مسکو: کابل کې د روسیې سفارت دوه کارکوونکي ووژل شول
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:36 0:00

پرون کابل کې د روسیې پر سفارت د شوي ځانمرګي برید له امله ۴ افغانان او د دې سفارت ۲ کارکوونکي ووژل شول.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په کابل کې د روسیې سفارت مخې ته شوي ځانمرګي برید ته پام اړولی دی.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په دې پېښه کې د خپل سفارت د دوو کارکوونکو وژل کېدل تاييد کړل، خو د هغوى د هويت په اړه يې جزیيات ورنه کړل.

واشنګټن پوسټ په کابل کې د طالبانو د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې بریدګر د سفارت د ساتونکو له خوا په ډزو ویشتل شوی، خو هغه بیا هم په دې وتوانېد چې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد وچوي.

د روسیې د ریا نووستي خبري اژانس راپور ورکړی چې د چاودنې په وخت کې د روسیې د سفارت یوه چارواکي د هغو کسانو نومونه لوستل چې ویزې ترلاسه کولو ته په تمه وو.

واشنګټن پوسټ لیکي چې روسیې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې له طالبانو سره د واک تر لاسه کولو وروسته هم اړيکې ساتلې دي.

مېل انلاین:

مېل انلاین ورځپاڼې لیکلي، چې افغانستان د طالبانو له واکمنۍ یو کال وروسته یو ځل بیا د یوې خونړۍ پېښې شاهد و.

ورځپاڼې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د ویاند عبدالنافع تکور له قوله لیکلي چې د پروني برید هدف په کابل کې د روسیې سفارت و.

تر اوسه چا یا کومې ډلې د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو د مېل انلاین د راپور له مخې، د داعش په نوم پېژندل کېدونکې سخت دریځې ډلې، اسلامي دولت خراسان ولایت څانګې په افغانستان کې د طالبانو او ولسي وګړو پر ضد خپل بریدونه زیات کړي دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې چاودنه په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د قونسلګرۍ د دروازې مخې ته شوې ده.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف له چاودنې وروسته وویل چې دا پېښه د نه منلو وړ ترهګریز عمل دی.

مېل انلاین ورځپاڼې لیکلي چې روسیه د هغو څو هېوادونو په ډله کې ده چې په کابل کې یې خپل سفارت بېرته پرانیستی دی.

دغه راز ویل شوي، چې مسکو د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د تېلو او ګازو د صادراتو په اړه یې له چارواکو سره خبرو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG