د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۰۴

کابل کې چاودنه؛ ۷ تنه وژل شوي او ۴۱ ژوبل دي

ارشيف
ارشيف

د کابل ښار وزير محمد اکبر خان جومات ته څېرمه چاودنې مرګ‌ژوبله واړوله.

د طالبانو د کابل امنيه قوماندانۍ وياند وايي، په ياده چاودنه کې ۷ کسان وژل شوي او ۴۱ نور ژوبل شوي دي.

سیمه‌ییزو رسنیو خبر ورکړی چې چاودنه هغه مهال وشوه، کله چې لمونځ کوونکي د جمعې له لمانځه د راوتو په حال کې و.

د کابل په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې تر چاودنې وروسته د هغو څوارلسو ټپیانو له ډلې چې ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوې دي، څلور تنو ساه ورکړې ده.

ایمرجنسي روغتون دا خبر په خپل ټویټر کې لیکلی دی.

د کابل د امنیه قومانداني ویاند خالد ځدران ازادي ته وویل چې چاودنه د وزیر محمد اکبر خان جامع جومات مخې ته وشوه چې قربانیان یې لمونځغاړي او نور ملکیان دي.

نوموړي ويلي: "نن د جمعې ماسپښین د کابل ښار وزیر اکبر خان جامع جومات مخې ته یو موټر چې چاودېدونکي مواد په‌کې ځای پر ځای و، منفجر شو او له بده مرغه زموږ عام هېواد وال چې د جمعې لمانځه تر ادا کولو وروسته جومات نه د راوتو په حال کې و، ۷ تنه شهیدان او د ماشومانو په ګډون ۴۱ نور ټپیان شول.امنیتي نهادونه هڅه کوي د دې وحشیانه عمل مسؤلین پیدا او په خپله سزا ورسوي."

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، په تېرو پنځو ورځو کې دا دریمه چاودنه ده چې په کابل ښار کې کېږي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG