د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۱

خلک: په افغانستان کې د امنیتي پېښو زیاتوالي اندېښمن کړي یوو


مسکو: کابل کې د روسیې سفارت دوه کارکوونکي ووژل شول
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:36 0:00

تېره ورځ کابل کې د ځانمرګي برید له امله ۲ روسي ډیپلوماتان او ۴ افغانان ووژل شول او دغه راز لس نور ټپیان دي.

په کابل او ولایتونو کې یو شمېر خلک په وروستیو ورځو کې د امنیتي وضعیت خرابېدو اندېښمن کړي دي.

په افغانستان کې د بې وزلۍ، بې کارۍ او اقتصادي بحران د اندېښنو تر څنګ په دې وروستیو کې بریدونو او چاودونو هم په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې خلک اندېښمن کړي دي.

یو شمېر دوی په هرات او کابل کې وروستیو بریدونو ته په اشارې سره ازادي راډیو ته وویل، د ډار او ناهیلۍ په حالت کې ژوند کوي او د خپل ځان او کورنۍ د امنیت فکر وړي دي.

د کابل ښار اوسېدونکی احمد ظهور وویل: "وروستیو بریدونه په ځانګړي ډول د پرون ورځې برید مونږ ډېر اندېښمن کړي یو. دا چاودنې او بریدونه ورځ په ورځ زیاتېږي او د خلکو اندېښنې یې ډېرې کړې دي، مونږ له اسلامي امارات نه غواړو چې د خلکو د امنیت په برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي."

اصیله د هرات ولایت اوسېدونکې ده او ورته اندېښنه لري.

نوموړې د هرات په ګازرګاه جومات او په کابل کې روسیې سفارت ته سره څېرمه وروستيو بریدونو ته په اشارې سره وايي، خلک په ارام فکر جومات، ښوونځي او نورو عمومي محلونو ته نه شي تللی.

مجیب الرحمان انصاري په هرات کې د چاودنې له امله ووژل شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:26 0:00

هغه وايي: "په ټوله کې په افغانستان کې وضعیت ښه نه دی. زمونږ خپله کورنۍ په جومات کې تر چاودنې ورسته جومات ته نه ځي، ځکه اندېښنه لري او ډارېږي. زه هم چې کله عمومي محلونو ته ځم، ذهني امنیت مې ګډوډ وي، ډارېږم چې بیا انتحاري حمله ونه شي."

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خلکو ته د دوی د خوندیتوب ډاډ ورکوي.

د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "مونږ خپلو خلکو ته په بشپړ ډول ډاد ورکوو او ورته وایو، چې ستاسې امنیتي ځواکونه شپه او ورځ زیار باسي چې تاسې ته خوندي چاپېریال برابر کړي. مونږ هیچاته اجازه نه ورکوو، چې زمونږ د خلکو امنیت ته ګواښ پېښ کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه انتحاري برید د کابل د امنیه قومندانۍ د مسوولانو په خبره شپږ تنه ووژل او له لسو زیات یې تپیان کړل، خو عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل، چې مرګ ژوبله تر دې زیاته ده.

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د دې برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما په افغانستان کې اروپايي ټولنې استازولۍ، روسی چارواکو، د مخکینيو حکومتونو چارواکو او د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت دا برید وغانده.

دغه شان د تېرې جمعې په ورځ د هرات ولایت په ګازرګاه جومات کې چاودنې هم د دغه جومات د امام مولوي مجیب الرحمن انصاري په ګډون چې د طالبانو ملاتړی ګڼل کېده، شل تنه ووژل شول.

خلک له نړیوالې ټولنې او د طالبانو له حکومت غواړي، چې د خلکو د امنیت د ټينګښت په برخه کې اقدام وکړي، ځکه د دوی په خبره اوسمهال له سخت اقتصادي وضعیت او بېوزلۍ سره مخ دي او نور نا امني نه شي زغملای.

XS
SM
MD
LG