د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

د دوحې هوکړې ته د نه ژمنتيا تورونه؛ متقي: امريکا دې د دوحې تړون عملي کړي


د امريکا او طالبانو تړون
د امريکا او طالبانو تړون

په داسې حال کې چې طالبان دوحې هوکړې ته د نه ژمنتیا له امله په نړیواله کچه له انتقادونو سره مخ دي، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، امریکا دې د دوحې کړي تړون ته ژمن پاتې شي او له نورو هېوادونو هم غواړي چې د افغانستان پر ضد د خپلې خاوري او هوايي حریم کارولوته اجازه ور نه‌کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي چې نن چهارشنبه یې له رسنیو سره د دې وزارت یو کلنې لاسته راوړنې شریکولې ټینګار یې وکړ، لکه څنګه چې د افغانستان خاوره د دوی په ضد نه کارول کېږي، د نړۍ هېوادونه دې هم د دغه هېواد پر ضد د خپلې خاورې کارولو ته اجازه نه ورکوي.

که څه هم متقي مشخص د کوم هېواد نوم وا نه‌خیست خو مخکې تر دې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست په دې برخه کې پاکستان ته ګوته نیولی وه.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې، د افغانستان هوایي حریم باید نقض نه‌شي او د بې پیلوټه الوتکو څار دې هم پای ته ورسېږي.

د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي ټینګار وکړ چې، امریکا دې له دوی سره د دوحې لاسلیک کړې هوکړه نه نقضوي او پر خپلو ژمنو دې عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان دوحې هوکړې ته د نه ژمنتیا له امله په ځانګړي ډول ترهګرو ډلو سره د اړیکو او د ښځو د حقونو د نقض په اړه په نړیواله کچه له انتقادونو سره مخ دي.

متقي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې وړاندې د دوی حکومت ادعا کړې چې، د پاکستان له لارې د دغه هېواد هوايي حریم ته د امریکا بې پیلوټه الوتکې ننوځي، په اشارې سره وویل، لکه څنګه د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي، دوی دې هم د دغه هېواد پر ضد د خپلې خاورې کارول بند کړي.

د طالبانود بهرنیو چارو سرپرست زیر مولوي امیرخان متقي.
د طالبانود بهرنیو چارو سرپرست زیر مولوي امیرخان متقي.

ښاغلي متقي وويل: "موږ ټولو هېوادونو سره په اړیکه کې یو او ورته مو ویلي او وایو، کله چې د افغانستان خاوره ستاسو پر ضد نه کارول کېږي، له ټولو غواړم چې د هغوی خاوره دې هم زموږ پر ضد ونه کارول شي، دا خبره مو ورته په خصوصي مجلسونو او د سفرونو په ترڅ کړې او هم د رسنیو له لارې ورته دا پیغام ورکوو."

امیر خان متقي له امریکا وغوښتل چې د فشارونو د واردولو پر ځای دې له دوی سره سیاسي او اقتصادي تعاملات وکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي، چې له ټولو ترهګریزو ډلو سره یې اړیکې پرې کړي، په داسې حال کې چې د جولای په ۳۱مه امریکا په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهره په نښه او وواژه.

د امریکا له لوري د ایمن الظواهري د وژل کېدو تر اعلان وروسته په ځلونو امریکایي چارواکو ټینګار کړی چې دې پېښې د امریکا او متحدینو پر ضد یې د افغانستان له لوري د ترهګریزو احتمالي ګواښونو له امله اندېښنې لا زیاتې کړي او دوی له لرې واټن په افغانستان جدي څار لري.

وړاندې د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب مجاهد ویلي وو چې، افغانستان ته د امریکا بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له لارې ننوځي.

دا په داسې حال کې ده له تېرې نږدې یوې اوونۍ راهیسې یو شمېر سیمه‌ییزو رسنیو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه د کابل، غزني او کندهار پر فضا د بې پیلوټه الوتکو د ګرځېدو راګرځېدو راپورونه ورکړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د تېر یو کال د لاسته راوړنو په ترڅ کې وویل، چې په دې موده کې یې له هېواده بهر د قونسلګریو د فعالیتونو له درکه یو میلیارد افغانۍ راټولې او د دولت بوديجې ته یې سپارلي دي.

XS
SM
MD
LG