د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

د روسيې پر سفارت بريد ته د امنيت شورا غبرګون: د ډيپلوماټيکو استازوليو امنيت بايد تضمين شي


کابل کې د روسيې سفارت
کابل کې د روسيې سفارت

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کابل کې د روسیې په سفارت وروستۍ حملې ته غبرګون ښودلی دی.

د امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې پر ټولو خواو غږ شوی، چې په افغانستان کې د ډیپلوماتانو او کونسلي تاسیساتو د امنیت خوندیتوب تضمین کړي.

د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په کابل کې د روسیې سفارت مخې ته په شوې انتحاري حمله کې دوه روسیي ډیپلوماټان او څلور ملکي افغانان ووژل شول.

که څه هم د امنیت شورا په اعلامیه کې د طالبانو د حکومت نوم نه‌دی اخیستل شوی خو له ټولو اړخونو په‌کې غوښتنه شوې ده چې باید د بهرنیو ډیپلوماټانو او کونسلګریو د امنیت خوندیتوب تضمین کړي.

په اعلامیه کې د روسیې سفارت مخته د روانې اوونۍ د دوشنبې د ورځې برید غندل شوی او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودل شوې ده.

د امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې پر ټولو خواو غږ شوی، چې په افغانستان کې د ډیپلوماتانو او کونسلي تاسیساتو د امنیت خوندیتوب تضمین کړي.
د امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې پر ټولو خواو غږ شوی، چې په افغانستان کې د ډیپلوماتانو او کونسلي تاسیساتو د امنیت خوندیتوب تضمین کړي.

په اعلامیه کې راغلي دی، د امنیت شورا غړو یو وار بیا ټینګار کړی، چې ترهګري که په هره بڼه هر ځای او د هرې انګېزې له مخې وي د نړۍ سولې او ثبات ته جدي ګواښ دی.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت وايي، چې په افغانستان کې د ټولو بهرنیو استازولیو او ډیپلوماټانو د امنیت خوندیتوب ته ژمن دي.

"کله کله دغه ډول پېښې ان په ډېرو پرمختللو هیوادونو کې هم رامنځته کېږي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "موږ ژمن یو چې د افغانستان د ټولو اتباعو، بهرنیو سیاسي استازولیو، ډیپلوماټانو او موسساتو امنیت ټینګ وساتو، دې ته مو مخکې هم ځانګړې پاملرنه کړې او له دې وروسته يې هم کوو، خو کله کله دغه ډول پېښې ان په ډېرو پرمختللو هیوادونو کې هم رامنځته کېږي."

ښاغلي مجاهد وویل، د طالبانو حکومت د روسیې په سفارت د حملې د عاملینو د پیدا کولو لټه کوي او سزا به ورکړل شي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په کابل کې د روسیې سفارت مخته په شوې انتحاري حمله کې د سفارت دوه ډیپلوماټان او دغه شان څلور ملکي افغانان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

د دغه حملې مسولیت داعش خراسان څانګې ومانه.

دا پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته په یو سفارت لومړنۍ حمله ده.

له امنیت شورا وړاندې یو شمېر هېوادونو او افغان سیاستوالو هم دا حمله غندلې وه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې له غړو هېوادونو غوښتل شوي چې د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو او نړیوالو قوانینو پر بنسټ په دې برخه کې فعاله او هر اړخیزه مرسته وکړي.

په اعلامیه کې راغلي دي، د دغه ډول خونړیو پېښو عاملین، مالي ملاتړ کوونکي او اسانتیا رامنځته کوونکي باید عدالت ته وسپارل شي او حساب ورسره وشي.

په کابل کې د روسیې په سفارت له شوې حملې وروسته دغه سفارت ویلي دي، چې تر بلې خبرتیا پورې دې د دوی کونسلي څانګې ته افغانان نه ورځې.

XS
SM
MD
LG