د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

د بشري حقونو د څار بنسټ: طالبانو د داعش له بريدونو د قومي او مذهبي لږکيو ساتنه نه‌ده کړې


د اپريل په شپږمه کابل کې پر يوه مسجد د داعش له بريد وروسته طالب سرتېري د امنيت د ټينګښت په موخه ولاړ دي.
د اپريل په شپږمه کابل کې پر يوه مسجد د داعش له بريد وروسته طالب سرتېري د امنيت د ټينګښت په موخه ولاړ دي.

د بشر د حقونو څار بنسټ په یو راپور کې ویلي، طالبانو د داعش له حملو د افغان هزاره ګانو او نورو دیني اقلیتونو ساتنه نه‌ده کړې.

د بشر د حقونو د څار سازمان نن د یو راپور په خپرولو سره ويلي چې، پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل راهیسې داعش ډلې په افغان هزاره ګانو د ۱۳ حملو مسؤلیت منلی او درې نورې حملې هم دغه ډلې ته منسوبې شوي چې ۷۰۰ کسانو ته په‌کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بشر حقونو د څار سازمان په دې راپور کې راغلي دي، چې طالبانو دغه شان د دغو پېښو له قربانیانو او د دوی له کورنیو سره د روغتیایي خدمتونو او په نورو برخو کې چندان مرسته هم نه‌ده کړې.

په دې راپور کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ" یوناما" له قوله لیکل شوي چې پر شیعه افغانانو په وروستیو حملو کې چې په کابل کې وشوې له ۱۲۰ ډېرو شیعه ګانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

مزار شريف کې هغه جومات چې د اپريل په ۲۱مه نېټه په‌کې بريد وشو، ۱۲ اهل تشيوع ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.
مزار شريف کې هغه جومات چې د اپريل په ۲۱مه نېټه په‌کې بريد وشو، ۱۲ اهل تشيوع ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.

د دې سازمان په راپور کې راغلي، په افغانستان کې په رسنیو د محدودیتونو له امله ښايي په بېلابېلو ولایتونو کې پر مذهبي لږه‌کیو زیاتې حملې نه وي راپور شوي.

په دې راپور کې د بشر حقونو د څار سازمان د یوې څېړونکې فرشته عباسي له قوله لیکل شوي: "له هغه وخته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي داعش خراسان څانګې په دې هېواد کې په هزاره ګانو خونړۍ حملې کړي دي، دا که پر ښوونځیو وې، یا هم جوماتونو او یا د کار پر مهال خو طالبانو یې په وړاندې جدي اقدام نه‌دی کړی."

طالبانو په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌‌کړې

هڅه مو وکړه چې د دغه راپور په اړه د طالبانو د حکومت غبرګون هم واخلو خو ویاندویانو یې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو طالبانو له دې وړاندې په افغانستان کې د ټولو مذاهبو درلودونکو افغانانو د امنیت ټینګښت خپل مسؤلیت ګڼلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې داعش یا اسلامي دولت خراسان څانګې وسله والو پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې په افغانستان کې یوازې شیعه افغانان نه دي هدف کړي بلکې په سني او دغه شان هندو مذهبو یې هم د خونړیو حملو مسؤلیت منلی دی.

د طالبانو د بيا ځلي واکمنۍ څخه دوه مياشتې وروسته تېر کال د اکتور په ۱۵مه نېټه کندهار کې د اهل تشيوع په يو مسجد د داعش وسله والو له‌خوا بريد وشو چې په‌کې ۳۳ کسان ووژل شول او ۷۴ نور ژوبل شول.
د طالبانو د بيا ځلي واکمنۍ څخه دوه مياشتې وروسته تېر کال د اکتور په ۱۵مه نېټه کندهار کې د اهل تشيوع په يو مسجد د داعش وسله والو له‌خوا بريد وشو چې په‌کې ۳۳ کسان ووژل شول او ۷۴ نور ژوبل شول.

په کابل او کندز کې په بېلابېلو خونړيو حملو کې چې مسؤلیت یې داعش وسله والو منلی لسګونه سني مذهبو، هندوانو او سېکهانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د بشر حقونو د څار سازمان له دې راپور مخکې هم په افغانستان کې د بېلابېلو مذهبونو په درلودونکو افغانانو د حملو زیاتېدل مطرح شوي وو.

له دې وړاندې د نړیوالو وکیلانو بنسټ هم په افغانستان او پاکستان کې د هزاره ګانو او نورو پر ضد د حملو زیاتېدل اندېښمونکي بللي وو.

دغه شان د افغانستان لپاره د بشر حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي څېړونکي د تېرې مې میاشتې په ۲۶مه په افغانستان کې پر شیعه مذهبو او صوفیانو د حملو د څېړنې غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG