د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

افغانستان ته د ريچارد بېنيټ سفر؛ خلکو ورته د جدي بشري سرغړونو شکايتونه کړي


د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بېنيټ
د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بېنيټ

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارد بنېټ وایي، دغه هېواد ته یې د سفر پر مهال له خلکو د بشري حقونو د جدي سرغړونو خبرې اورېدلي دي.

نوموړی وایي، دغه هېواد ته یې د سفر پر مهال د ښځو او نارینه‌و په ګډون د څو ولایتونو له مدني فعالانو سره کتلي دي.

ریچارد بېنیټ پرون "د لړم میاشتې په لومړۍ نېټه" یو لړ ټویټونو کې ویلي، د پنجشېر د خلکو استازو د طالبانو له‌خوا په پراخه کچه د ملکیانو د ځپنې او د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي په ګډون د بشري حقونو د سرغړونو یادونه ورته کړې.

بنېټ دغه‌راز ویلي چې د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکو د ملي مقاومت جبهې له هغه جنګیالیو سره د ټکان ورکوونکي چلند یادونه ورته کړې چې د ټپي کېدو په څېر ځینو دلایلو له امله‌یې د جګړې توان نه‌درلود.

تازه، په بریتانیا کې یوې غیر انتفاعي څېړنیزې پروژې، افغان وېټنس په یوه راپور کې ویلي چې طالبانو تېره میاشت په پنجشېر کې ۲۷ اسیران په ډزو وژلي دي.

طالبانو مخکې ویلي و چې دا کسان د جګړې په ډګر کې وژل شوي و.

د اسوشیټډ پرس د راپور پر بنسټ، د طالبانو دفاع وزارت ویاند ویلي چې په دې اړه په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو وېډیوګانو په اړه څېړنې کوي.

"غوښتنه په مشخص ډول همدا ده چې له خلکو سره دې کېني او د خلکو د زړه درد دې واوري"

ریچارد بنېټ ویلي، دا وضعیت باید ژر تر ژره ودریږي او له عاملانو سره دې یې حساب کتاب وشي.

د پنجشېر یوه اوسېدونکي، چې د امنیتي ستونزو له کبله نه‌غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو سره خبرو کې پر بېنیټ نیوکه وکړه چې د خلکو شکایتونه یې نه‌دي اورېدلي.

ياد کس وويل: "غوښتنه په مشخص ډول همدا ده چې له خلکو سره دې کېني او د خلکو د زړه درد دې واوري، دوی دې وګوري چې پنجشېر کې څه ډول وضعیت روان دی."

د پنجشېر بازار - ارشيف
د پنجشېر بازار - ارشيف

طالبانو بیا تر دې وړاندې په پنجشېر کې له ملکیانو سره د هر ډول زور زیاتي راپورونه رد کړي دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ویلي، دی به د خپلو موندنو او شته اندېښنو په تړاو د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې بحث وکړي.

نوموړي له ټولو افغان بنسټونو غوښتنه کړې چې د بشري حقونو د اندېښنو په تړاو د دوی له دفتر سره اړیکه ونیسي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د سږ کال د تلې په ۱۵مه د افغانستان د ځانګړي راپور ورکونکي په توګه د ریچارد بېنیټ ماموریت یوه بل کال ته هم تمدید کړ.

ملګرو ملتونو، د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په ګډون بېلابېلو نړیوالو ادارو تر دې وړاندې پر طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو له کبله نیوکې کړي دي.

د بشري حقونو ساتنه، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی د طالبانو او نړیوالو ترمنځ د تعامل د ښه والي یوه کلیدي مسله بلل کېږي.

ځینې بنسټونه بیا نیوکه کوي چې طالبانو د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې تر اوسه هم د پام وړ داسې ګامونه نه‌دي اخیستي چې د نړیوالو قناعت ترلاسه کړي.

طالبان که څه هم ادعا کوي چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي، خو نیوکه کوونکي وایي، طالبان دې د ښځو د حقونو په برخه کې د نورو اسلامي هېوادونو تګلاره خپله کړي.

XS
SM
MD
LG