د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

طالبانو د پنجشېر زندانیانو د دوسیو څېړلو لپاره کمېسیون ټاکلی


ارشیف
ارشیف

د طالبانو حکومت د پنجشېر ولایت د زندانیانو د دوسیو څېړلو لپاره یو شپږ کسیزه کمېسیون ټاکلی دی.

یو کس چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي، ازادي راډيو ته وویل، ورور یې طالبانو یوه میاشت مخکې د جرم له کولو پرته زنداني کړی دی.

هغه وویل: "ورور مې د څرخي پله په زندان کې دی، بې له کومې ګناه یې نیولی دی. یوه میاشت کېږي چې همدې د امارت کسانو ونیوه. زما ورور بزګر و او بل هېڅ کار یې نه کاوه. اوس یې هېڅ احوال نه لرو چې چېرته دی او وهي یې که نه؟ له دې ځای څخه یې چې بیولو، زما مخ ته یې وواهه. موږ غواړو چې هغه ازاد شي. یو د تره زوی او خپل مې هم زندان کې دي."

تازه د کابل لپاره د طالبانو د والي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو د رییس الوزرا ملامحمد حسن اخند په امر یو ۶ کسیزه کمېسیون ټاکل شوی دی چې د پنجشېر ولایت د اړوندو ټولو زندانیانو دوسیې وڅېړي.

د طالبانو د رییس الوزرا ملامحمد حسن اخند
د طالبانو د رییس الوزرا ملامحمد حسن اخند

د اعلامیې پر بنسټ دا کمېسیون په کابل کې د پنجشېر ولایت د مېشتو عالمانو او مشرانو په غوښتنه رامنځته شوی دي.

د کابل لپاره د طالبانو د والي ویاند ضیاالله هاشمي ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا په امر او د کابل ولایت د مقام په رهبري د ۶ ارګانونو یو کمېسیون جوړ شوی چې دا کمېسیون به د کابل ټول زندانونه ګوري او د پنجشېر ولایت د اوسېدونکو هغه دوسيې چې واړه جرمونه او حقوقي ستونزې لري، په اړه یې څېړنې کوي چې وروسته به یې معلومات د کابل ولایت له مقام سره شریک شي، بیا به یې راپور رییس الوزا ته ورکول کېږي."

هاشمي وايي، د بې ګناهۍ له ثابتېدو وروسته به د پنجشېر ولایت اړوند زندانیان ژر تر ژره ازاد شي.

د طالبانو حکومت داسې مهال د پنجشېر ولایت د زندانیانو د دوسیو د څېړلو لپاره کمېسیون جوړوي چې تر دې مخکې طالبان په پنجشېر کې د اسیرانو په وژنې او د مقاومت له جبهې سره د تړاو په تور د خلکو د نیولو امله د بشري حقونو په نقض تورن شوي دي.

د طالبانو حکومت بیا دا ډول ادعاوې رد کړي او په ځینو مواردو کې یې ویلي چې په اړه یې څېړنې کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما هم د تلې میاشتې په ۱۳مه نېټه اعلان کړی و چې په پنجشېر کې د بشري حقونو سرغړونې څېړي.

خو یوناما تر اوسه د دې څېړنو پایلې نه دي شریکې شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG