د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

د طالبانو له‌ لوري د 'مقاومت ملي جبهې' د يو شمېر اسيرانو د وژلو ويډيو غبرګونه پارولي


د مقاومت ملي جبهې جنګيالي - ارشيف
د مقاومت ملي جبهې جنګيالي - ارشيف

هغه ویډیو ګانې چې ښيي د مقامت د ملي جبهې د اسیرانو په نوم یو شمېر نومول شوي کسان په کې په ډزو ویشت کېږي، غبرګونونه راپارولي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو د مقاومت جبهې ویاند صبغت احمدي پر خپل ټویټر طالبان ددغه پېښې له امله په جنګې جنایت تورن کړي دي.

له تېرو دوه ورځو راهیسي په ټولنیزو رسنیو کې دوه داسې ویډيو ګانې لاس په لاس کېږي چې د طالبانو له لوري یو شمېر کسان په کې په ډزو وژل کېږي او طالبان په کې ادعا کوي، چې دا د مقاومت د ملي جبهې کسان دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې دې ویډيو کې ښکاري چې د طالبانو د حکومت وسله وال په یو غریزه سیمه کې چې ظاهراً د پنجشېر غرونه ښکاري د مقاومت یو شمېر کسان په کې په ډزو وژنې او طالبان په کې ادعا کوي، چې دا د مقاومت د ملي جبهې کسان دي.

که څه هم په دې ویډيو کې په واضح ډول نه ښکاري، چې نیول شوي اسیران څو تنه دي خو د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي يې شمېر اته تنه ښودلی دی.

تر دې مخکې هم څو څو ځل طالبان په پنجشېر ولايت کې په جنګي جنايتونو تورن شوي دي.
تر دې مخکې هم څو څو ځل طالبان په پنجشېر ولايت کې په جنګي جنايتونو تورن شوي دي.

په ورته یوه بله ویډيو کې دوه لاس تړلي کسان ښکاري، چې طالب وسله‌وال يې په اړه وايي تسلیم شوي دي او سپکې سپورې ورته ویل کېږي.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې طالبان نیول شویو کسانو ته سپکه ژبه کاروي.

خو په درېیمه خپره شوې ویډيو کې د دواړو کسانو جسدونه ښودل کېږي چې ظاهراً په سرونو ویشتل شوي دي.

که څه هم طالبانو تر دې دمه د دغه وژنو په اړه څه نه‌دي ويلي، خو خپرو شویو ویډيو ګانو په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولی یوناما لیکلي، چې په پنجشېر او نور ځایونو کې د بشري حقونو نقض ډېر د اندېښنې وړ دي

یوناما د چهارشنبې په ورځ په خپل توېټر ولیکل: "په شدت سره په پنجشېر او نورو ځایونو کې د بشر د حقونو د نقض ادعاګانو ته اندېښمن یوو. خواوې د یرغمل شویو کسانو د نیونې په ګډون نړیوالو تعهداتو ته روښانه ژمنتیاوې لري. یوناما وضعیت څاري او د هر جنایت د عاملینو د محاکمې غوښوتونکې ده."

د بشر د حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مسؤلې پټریاګاسمن پر خپل ټویټر لیکلي دي، د جنګي اسیرانو وژل، ټپي کول، شکنجه کول او یا ورسره بد چلند کول له ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

اغلې ګاسمن د خپل ټویټ په دوام لیکلي دي، هغه چاته وسله‌وال مخالف نه‌شي ویل کېدای چې وسله يې پر ځمکه ایښې او تسلیم شوی وي.

د مقاومت ملي جبهې طالبانو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې.
د مقاومت ملي جبهې طالبانو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون رئیسې شهر زاد اکبر پر خپل ټویټر لیکلي دي چې، د جنګي اسیرانو وژل په اسلامي او نړیوالو قوانینو کې محکوم شوی عمل دی.

اغلې اکبر پر خپل ټویټر لیکلي دي: "د طالب سرتېرو، قوماندانانو، او چارواکو دا ډول چلند باید د جرمونو د نړیوالې محکمې له خوا مستند او وڅارل شي."

د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت احمدي د سې شنبې په ورځ ناوخته په خپله ټوېټر طالبان حنګي اسیرانو سره د نړیوالو کنوانسیونونو په نقض تورن کړل او ویلي چې طالبانو جنګي جنایت ترسره کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو ورځو کې د طالب ځواکونو او ملي مقاومت جبهې د وسله والو ترمنځ د درنو نښتو او یو بل ته د مرګ ژوبلې د اړولو راپورونه خپرېږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي دي، د پنجشېر په رخه، دره او افشار ولسوالیو کې د مخالفو وسله‌والو پر ضد پراخه تصفیوي عملیات شوي چې د ۳ مهمو قومندانانو په ګډون په‌کې ۴۰ تنه وژل شوي او یو د پاسه سل تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

ښاغلي مجاهد ادعا کړې چې په وژل شویو او نیول شویو کسانو کې د وسله‌والو مخالفینو مهم قومندانان هم شامل دی.

خو د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې چې په تېرو څو ورځو کې دوی په پنجشېر کې ۶۳ طالبان وژلي دي.

د جګړې سیمې ته د نه تللو د امکان له امله تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې دا راپورونه نه دي تاييد کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG