د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

مقاومت جبهې په پنجشېر کې د لسګونه طالبانو د وژلو ادعا وکړه


په پنجشېر کې د مقاومت جبهې غړي
په پنجشېر کې د مقاومت جبهې غړي

په پنجشېر کې د طالبانو وسله وال مخالفان وايي چې طالبانو د ملا عبدالقیوم ‌ذاکر په مشرۍ د دوی پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي.

له پنجشېر څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، طالبانو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د خپلو وسله والو مخالفانو پر ضد حملې پیل کړي دي.

د طالبانو یوه وسله واله مخالفه ډله، چې د ملي مقاومت حبهه نومېږي، ادعا کوي چې په دغو حملو کې لسګونه طالبان وژل شوي دي.

د دې جبهې ویندوی صبغت الله احمدي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې طالبانو د فراج، ابدرې، حصارک، منجهور، عبدالله خیل، شابه، د درې او ابشار په کوماندو، پشغور او خنج پر پوستو بریدونه کړي او د دوی له مقاومت سره مخامخ شوي دي.

په پنجشېر کې د طالبانو وسله وال
په پنجشېر کې د طالبانو وسله وال

خو په پنجشېر کې د طالبانو د والي ویندوی ابوبکر صدیق د ملي مقاومت جبهې د ویندوی څرګندونې ردوي او د جګړې ادعا هم ردوي.

ده وویل: "د جګړو ادعا چې کېږي، داسې څه نه شته، خو که په یو نیم ځای کې کوم یاغي او باغي وي، بې له شکه په هر ځای کې چې وي، د اسلامي امارت ځواکونه ورپسې دي، تعقیبوي یې."

خو څو سرچینو ازادي رادیو ته ویلي چې څو سوه وسله وال طالبان له سپکو او درنو وسلو سره په کرامان دره کې لوړو ځایونو ته تللي دي.

دغو سرچینو د امنیتي اندېښنو له کبله د خپلو نومونو له ښوولو ډډه کوله.

یوې بلې سرچینې ازادی رادیو ته وویل چې د ملاعبدالقیوم ذاکر په مشرۍ طالب ځواکونو له څو خواوو په پنجشېر او اندراب ولسوالیو کې تازه عملیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG