د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

پنجشېر کې جګړه؛ طالبان: ۴۰ مخالفين وژل شوي او ۱۰۱ ژوندي نيول شوي


د پنجشېر په بازار کې د طالبانو د ګزمې موټر
د پنجشېر په بازار کې د طالبانو د ګزمې موټر

طالبان ادعا کوي چې په پنجشېر کې یې د ملي مقاومت جبهې تر ۴۰ ډېر وسله‌وال وژلي او تر ۱۰۰ ډېر نور ژوندي نیولي دي.

طالبانو دا ادعا په داسې حال کې کړې چې په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې وېډیو کې طالب وسله‌وال لیدل کېږي چې خپل مخالفان له اسیرولو وروسته وژني.

د طالبانو د حکومت ویاند وايي، په پنجشېر کې جګړه چې څو ورځې یې دوام وکړ، اوس درېدلې ده.

ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "اوس په پنجشېر کې جګړه درېدلې ده، دوه ورځې پخوا په دوه – درو ولسوالیو؛ رخه، دره او حصارک کې له ځینو غرنیو سیمو دوی راښکته شوي وو او څو ځایه‌یې عملیات کړي وو، بیا اسلامي امارت خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې هغه ساحې تصفیه کړي، تصفیې دوه ورځې دوام درلود، (سې شنبه) تصفیه پای ته ورسېده، دښمن له‌منځه یووړل شو. په دې منځ کې د څلورو قوماندانانو په شمول چې قوماندان جواد، قوماندان محمدیار، قوماندان ملک خان او بل‌یې چې قوماندان کومانډو نومېده ووژل شول، خو ټولټال‌یې ۴۰ یا ۴۱ تنه وژل شوي دي."

ښاغلي مجاهد له دې جلا په یوه ټویټ کې ویلي چې د دوی ځواکونو د پنجشېر په یادو سیمو کې ۱۰۱ تنه وسله‌وال مخالفان ژوندي نیولي دي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

له بلې خوا د سیمې یوه اوسېدونکي چې د امنیتي اندېښنو له کبله‌یې نه‌غوښتل نوم‌یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د ملي مقاومت جبهې ۸ وسله‌وال کسان له نیولو وروسته وژلي دي.

د ده په وینا په وژل شویو کې قوماندان محمدیار هم شامل دی.

د ملي مقاومت جبهې وياند صبغت‌الله احمدي هم پر خپل ټویټرپاڼه د دوی د جبهې د اتو کسانو له اسارت وروسته وژنه تأیید کړې او دا یې د اسلامي او انساني موازینو او د جنوا د درېیم کنوانسیون خلاف عمل او جنګي جنایت بللی دی.

ښاغلي احمدي دغه‌راز ادعا کړې چې پر پنجشېر د طالبانو د شنبې په حمله کې یې د دوی د عمري او بدري قطعې ۳۲ تنه وژلي دي.

احمدي دوه ورځې وړاندې (یکشنبه/ د سنبلې ۲۰ مه) هم په یوه ټویټ کې لیکلي و چې طالبانو د فراج، ابدرې، حصارک، منجهور، عبدالله خېل، شابه، د درې او ابشار په کمانډو، پشغور او خنج پر پوستو بریدونه کړي او د دوی له مقاومت سره مخامخ شوي دي.

د ملي مقاومت جبهې وياند صبغت الله احمدي
د ملي مقاومت جبهې وياند صبغت الله احمدي

څو سرچینو ازادي رادیو ته ویلي چې څو سوه وسله‌وال طالبان له سپکو او درنو وسلو سره په کرامان دره کې لوړو ځایونو ته تللي دي.

دغو سرچینو د امنیتي اندېښنو له کبله د خپلو نومونو له ښوولو ډډه کوله.

یوې بلې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د ملاعبدالقیوم ذاکر په مشرۍ طالب ځواکونو له څو خواوو په پنجشېر او اندراب ولسوالیو کې عملیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG