د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

احمد مسعود: د افغانستان ستونزه پوځي حل لاره نه لري


احمد مسعود: طالبان راڅخه غواړي چې تسلیم شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:59 0:00

احمد مسعود: طالبان راڅخه غواړي چې تسلیم شو

د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود وایي، د طالبانو د واکمنۍ له لومړیو یې د افغانستان د سیاسي حل لارې لپاره هڅې کړي دي.

د هغه په خبره له طالبانو یې غوښتي چې انتخاب دې خلکو ته پرېږدي، خو زیاته یې کړه چې طالبانو له دې کار څخه ډډه وکړه.

مسعود زیاته کړه: "زما په باور، افغانستان پوځي حل لاره نه لري او سیاسي حل لارې ته اړتیا لري. په اوس وخت کې موږ د اتحاد پر لوري یوې نوې مرحلې ته داخل شوي یو. غواړو د خبرو اترو له لارې ټول اړخونه سره راټول کړو چې غږ یې واورېدل شي."

د مسعود په ګډون یو شمېر پخواني افغان چارواکي ویانا کې د یوې غونډې لپاره سره راغونډ شوي دي.
د مسعود په ګډون یو شمېر پخواني افغان چارواکي ویانا کې د یوې غونډې لپاره سره راغونډ شوي دي.

احمد مسعود دغه څرګندونې پرون د اتریش په پلازمېنه ویانا کې چې له یو شمېر نورو سیاسونو سره یې د بین الافغاني ډیالوګ په نوم کنفرانس کې ګډون کړی، وکړې.

مسعود په خپلو څرګندونو دغه راز وویل چې په اوس وخت کې د القاعده شبکې په ګډون ۲۳ ترهګرۍ ډلې په افغانستان کې فعالې دي او زیاته یې کړه چې نړیوال دې د خپل امنیت په خاطر هم دغو ډلو ته پام وکړي.

وروسته له هغې چې طالبانو کابل ونیوه، احمد مسعود پنجشېر ته لاړ او ویل کېږي د دې ولایت له سقوط وروسته له افغانستانه وتلی او اوس په تاجکستان کې اوسي.

د طالبانو حکومت د پنجشېر له نیولو وروسته د ملي مقاومت له جبهې سره د خبرو لپاره هېڅ اړیکه نه ده ټینګه کړې بلکې پر ځای یې د دې ډلې د وسله والو په وړاندې د جګړې لاره خپله کړې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې جبهې د مشر د دغو څرګندونو په اړه د دې راپور ترجوړېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړمه ورځ یې د ویانا د کنفرانس په اړه ازادي راډیو ته وویل: "هغه څېرې چې هلته راټولې شوي، ټولې یې پېژندل شوې څېرې دي. هغوی ازمویل شوي او افغانان یې پېژني. پر شل کلنو اعمالو او کړنو یې خبر دي. له یوه یې هم نه توقع کېږي او نه هیلې چې د افغانستان په خیر به پرېکړه وکړي."

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

د راپورونو له مخې په تېرو څو ورځو کې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د ځواکونو او د دې جبهې د وسله والو غړیو ترمنځ سختې نښتې شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، د دوی د څېړنۍ له مخې هغه ویډیو چې په پنجشېر ولایت کې طالبان د ملي مقاومت د جبهې اسیران په ډزو وژني، نوې ده او طالبانو د دې جبهې یو شمېر غړي صحرایي محاکمه کړي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه ادعا ردوي او وایي، دفاع وزارت یې په دې اړه څېړنه کوي.

XS
SM
MD
LG